افغانستانخبرونه

سیاف: «څوک چې له مخالفینو سره مرسته کوي له اسلامه وتلي دي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږی ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): نن په کابل کې د «شهید اوونۍ» په یاد کې د لوړې کچې دولتي غونډه جوړه شوې وه. نن د وږي ۱۸مه د پخوانۍ شمال ټلوالې د مشر احمدشاه مسعود د وژنې له دریالسم تلین سره برابره ده. افغان حکومت په همدې پار نن ورځ او روانه اوونۍ د «شهید» اوونۍ نومولې ده.

په نننۍ غونډه کې ولسمشر کرزي له دواړو نوماندانو وغوښتل چې نور دې یوې موافقې ته ورسېږي. کرزي د طالبانو پر ضد د جګړې یادونه او خاطرې بیان کړې.

د غونډې بل ویناوال د ولسي جرګې پخوانی غړی او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدرب‌الرسول سیاف و. سیاف چې د مخالفینو په تړاو د خپلې توندې لهجې له امله پېژندل کېږي، دا ځل په افغانستان کې د بهرنیانو او افغان حکومت پر ضد د وسله‌وال مقاومت پر مرستندویانو هم توندې نیوکې وکړې. د سیاف له خبرو داسې معلومېده، چې په افغان حکومت کې دننه داسې خلک شته، چې له طالبانو سره په نظامي چارو کې مرسته کوي.

عبدرب‌الرسول سیاف چې په خپلو ویناوو کې تل له ایتونو او حدیثونو کار اخلي دا ځل یې بیا څو ایاتونه او حدیثونه وویل او په خپل تعبیر یې خپل مخالفین «له اسلامه وتلي» وګنل. سره له دې چې سیاف دا ځل په خپلې وینا کې څو څو ځله یادونه کوله چې مفتي نه دی.

سیاف پر هغو ملایانو هم نیوکې وکړې، چې په جوماتونو کې د طالبانو په پلوۍ دعاوې کوي او د ملي اردو او ملي امنیت د کارکوونکو په جنازو کې ګډون نه کوي. ده دا خلک «مزدور او اجیر» وبلل.

د ولسمشرۍ دغه نوماند وسله وال مخالفین د «خدای رسول پر ضد» وګڼل. سیاف له حکومته وغوښتل چې پر «ترهګرو» دې رحم نه کوي.

عبدرب‌الرسول سیاف وویل، چا چې له ظالم سره مرسته وکړه، ظالم به پرې مسلط شي. ده د افغان حکومت د امنیتي ادارو کارکوونکو ته وویل چې «په سنګر کې یو ساعت پېره له ۶۰کلونو عبادت سره برابره ده. د خلکو خبرو پسې مه ګرځئ».

سیاف د افغان حکومت او بهرنیانو پر ضد پر وسله وال مقاومت تل توندې نیوکې کوي. دی د خپل مخالفت استناد د قران کریم پر ایتونو او نبوي احادیثو کوي. تېر کال وسله والو مخالفینو د سیاف د خبرو په تړاو غبرګونه هم وښود. تر اوسه طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سابي

درنولوستونكوسلامونه.
نن بيادصليبيانومفتي رب وهلي سياف دصليبيانواوايساف مفتي دډالرودلاس ته راوړلوپه هيله بياغاړي تازه كړي دالاجوته نه ده څه به په لاس ورشي اوكه نه ؟خودالله ج قهراوغضب ا ودافغان مجاهدولس كركه يي وګټله دادي ورته مبارك وي
په پښتني درنښت

جمیل انوري

په رښتیاهم وسلوال مخالفین [طالبان ] له امریکايي اسلامه وتلي ، په رښتیاهم مجاهدین دامریکایي اسلام په ضد دي ، رښتیاهم مجاهدین دريښتوني اسلام [ هغه دین چې الله تعالی په خپل پیغمبرحضرت محمدصلی الله علیه وسلم نازل کړی ] پیروان دي

عبداحقحنفی

سنگه چه د دنیا لر او بر دحق لاری علماء تر اوسه دلوطی پر سزاندی متفق سوی چه سرنگه سزا ورته مناسب ده همدارنگه به دزمکی په سرداسی علماء پیدانسی چه (سیاف) په داسی سزا محکوم کی چه هغه دی د ده له قباحت سره منا سبه وی یعنی (سیاف) چه په هرنوع سزا محکوم سی هغه به دلوطی په شا ن د ده په حق کی کمه وی خودا باید هم و وایو چه ممکن لوطی له ایمان سره آخرت ته واستول سی او د ده په ایمان تیرولو کی به ممکن لو یه فاجعه رامنزته سی په سبب… نور لوستل »

افغان ځلمی

د تش په نامه جهادی علما یا رهبرانو په ډله کی ځینی د جهاد په شروع ، ځینی بیا د جهاد په اوږدو آو ځینی بیا د جهاد په اواښخرو کی په لږو يا ډیرو ډالرو رانیول شول ولی ځینی لکه ( عبدل ایساف ) له هغه وروسته چه په ښو بدو پوه شوی حرامی شو یعنی د ده ژوند د حرامو سره مخ شوی له هماغه سیاف ته دنده ورکړی شوه چه د سلیمان لایق په شان د شریعاتو پوهنځی کی ننوځی چه بیا وروسته د حرامیانو قاضی او مفتی جوړ شی ، زه یی نه ملامتوم ، دیر… نور لوستل »

سباوون برئ

دوستانو دشیخ الشیطانه ګیله مه کوی، هغه ته غیر له هغه هم خپلو منخو کی د خبرو فرصت شته ، بل چیری مسلمانان یی په خبره د چا خبره پیاز هم نه پوستوی، د جمهوری ریاست کاندیدی ته د افغانستان خلک شیخ الشیطان ته دهغه موقف ور وښایه، داچی هغه دومره دبل دمخ پوست لری چی نه شرمیږی ، دا نو دهغه کار دی
پریږده دلته به دخپل دګیدی وراسته بادونه باسی

فيضي

هاها سيفو مامكه وار ختا كيگه مه ستا واري تير دي دير زر به دالله ج فه امر سره از رايل ع نكير او منكر ته وسفاري يو زلي وس لا خفله شكل په هندارا كي وگوره او بيا دقبر تاريكي در ياد كه ته خو دهغو ٧تنو بادار يي چي بيابي دحكمي سخه هم ازاد كي ستاسو تاريخ نور تولو مسلمانانو ته دلمر په شان روشانه سو دامريكا دغلامي كم ايات يا احديث دي ندي زده يا دي ندي ياد كري زه بي در ياد كم ژباره يهود او نصارا تر هغو ستاسو دوستان كيداي نسي تر سو دهغوي… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x