افغانستان

کونړ: طالبانو چپه درکې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د کونړ ولايت چپې درې کې طالبانو د ملي اردو او پوليسو پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.
راپورونه وايي، چې نن سهار وختي پنځه بجې طالبانو په سپکو او درنو وسلو سمبال ترنګ سيمې کې د پوليسو او ملي اردو په ګډو امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړل، چې نتيجه کې يې يوه پوسته او يو ټانک له منځه تللي او تر اوسه دولس عسکر وژل شوي دي.

خبر زياتوي، چې جګړه اوس هم روانه ده.

د کونړ ولايت امنيې قومندان عبدالحبيب سيد خيلي وايي، چې سلګونو طالبانو نن سهار د چپې درې ترنګ سيمه پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړل، چې نتيجه یې دوه مخالفين وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

سيدخيلي زياتوي، چې د ملې اردو د تازه دمو ځواکونو پر يو ټانک د ځای پر ځای شوي ماين له امله چاودنه وشوه، چې يو عسکر پکې ووژل شو او يو بل يې ټپي کړ.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی ملګرو د يادو ډله ييزو بريدونو په ترڅ کې يوه يوه پوسته نيولې، او ۷ عسکر يې پکې ووژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.

ښاغلی مجاهد زياتوي، چې د امنيتي پوستو د مرستې لپاره راتلونکو تازه دمو عسکرو يو ټانک د ځای پر ځای شوي ماين په واسطه وچاوديده او پکې ناست پنځه واړه عسکر ووژل شول.

مجاهد منلې، چې د ملي اردو په ډزو کې د دوی يو ملګری هم وژل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x