افغانستان

لغمان کې د اربکیانو ۴ قومندانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې ددغه ولایت په بادپخ ولسوالۍ کې د اربکیانو په یوې پوستې برید او ماین چاودنې  ۵ اربکیان وژلي او ۱ يې ټپي کړی دی.

د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر لخوا په نشره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن /سه شنبه، وږي ۱۸مه/ د بادپخ ولسوالۍ په اندیخي سیمه کې رامنځته شوې.

خبرپاڼه زیاتوي چې طالبانو  د اربکیانو پر یوې پوسته برید وکړ چې وروسته سخته نښته رامنځته شوه چې له امله یې ۲ اربکیان ووژل شول او ۱ ټپي شو.

«هغه مهال چې  ټپي شوي پولیس مو روغتون ته انتقالول نو په لاره کې د پولیسو یو رینجر د ماین ښکار شوه  او ۳ سیمه ییز پولیس  په کې ووژل شول».

د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر دا نه ده څرګنده کړې چې دغه اربکیان قومندانان وه، کنه؛ خو طالبان وايي چې وژل شوي اربکیانو کې ۴ قومندانان او ۱ عادي اربکی و.

طالبان وايي چې په بادپخ ولسوالۍ کې ماین د دوی لخوا ايښودل شوی و چې شاوخوا ۱۱ بجې د اربکیانو د قومندانانو په رینجر موټر وچاودید.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې په تړاو نن ټکی اسیا ته وویل چې په چاودنه کې د اربکیانو ۴   مشهور قومندانان هر یو قومندان واسع، قومندان محمد رحیم ، قومندان سلیم او یو بل قومندان وژل شوي دي.

بادپخ د لغمان ولایت یو له هغو ولسوالیو څخه ده چې هره ورځ ترې د طالبانو د بریدونو خبر ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x