
کابل: ټوپکوالو د نن ټکي اسیا خبریال وهلی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): نن د «شهید اوونۍ» په مناسبت کابل ښار کې موټر سپرو ټوپکوالو د ننټکیاسیا خبري وېب پاڼې کابل مېشتی همکار وهلی دی.
دغه پېښه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې خیرخانې سره هغه مهال رامنځته شوه، چې د د ټوپکوالو اوږد کاروان له دغه ځایه په موټرو کې تېریدل.
د ننټکیاسیا کابل مېشتی همکار ښاغلی صمیم سعادت وايي چې نوموړي غوښتل د موټرو له هغه کاروانه انځورونه واخلي چې وسلې او بیرغونه یې له ځانه سره لېږدول چې د شا له خوا په کنداغونو ووهل شو.
ښاغلی سعادت زیاتوي: «یوازې زه نه؛ د نورین تلویزون پرته نورې رسنۍ هم نه پريښودل کېدلې چې عکس واخلي».
نوموړی وايي چې دوی د کلاشنکوفونو، تمانچو، برچو او بکس پنجو سره مل د موټرو په دروازو کې ناست وو او نورو ته سپکوونکي شعارونه یې ورکول.
صمیم وايي دوی «لکه اربکیان برګ دسمالونه يې تر سرتړلي وو، دوست دښمن يې نه پېژاند»
زموږ همکار وايي چې دغو کسانو ورته ښکنځلې هم وکړلې او کوښښ یې کاوه چې کامره یې ورماته کړي؛ خو نور کسان یې تر مخه ودریدل او هغوی يې وشړل.
په کابل کې نن په دولتي سطحه «شهیدانو اوونۍ» لمانځل کیده. دغه ورځ د پخواني ټوپکسالار احمد شا مسعود د وژنې ورځ ده او افغان حکومت په همدې پار روانه اوونۍ د شهیدانو اوونۍ نومولې.
دا لومړی وار نه دی چې ژورنالیستان د زورواکانو لخوا وهل کیږي. تر دې وړاندې هم څو څو واره خبریالان د زور واکو او بدمعاشانو لخوا ډبول شوي او سامان الات یې ورمات کړل شوي دي.
ننټکياسیا دا پېښه په کلکو ټکو غندي او د ژورنالیستانو له ملي اتحادیې غواړي، چې د یوه مسئول ارګان په توګه دې د ژورنالیستانو خوندیتوب یقیني کړي. د ژورنالیست دنده د حقایقو انعکاس دی. دا نورو پورې اړه لري، چې پر خپلو کړنو شرم ورته درېږي او د یوه ژورنالیست له قلمه وېره لري.
بيغيرتانو ته دامعلومه ده چي دمنافقينو او خاينانو سره مقابله نشو كولاي نو پدي خاتر مظلومان دبوي دا بيغيرتانوكه غيرت لرلاي نن بي دفا كستان د بمبار يو جواب ور كري واي كه دنر زا من دي نو دشاره دي دباندي ور وو زي دخپلو پلرونو سخه دي لز ليري شي چي ور ته معلومه شي چي ديوي فتيري نه سو دودي پخي ژي تيره شفه دكابل دپولوسانو مشر اراكوزيا كي ميلمه وو دكابل داميت سخه دير خوش او افتخار اي هم كوي د٤چوكو دولت ام اميران شرم هم نه لري د٣٤نه زيات ملكونو كفارو ور سره دي بيا نو… نور لوستل »