
احمد ضیا مسعود: «د صبغتالله مجددي سپکاوی پلان شوی و»
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږی ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د احمدشاه مسعود ورور او د بدلون او دوام ټیم مخکښ غړي، احمدضیا مسعود نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خپلې کورنۍ په استازیتوب له صبغتالله مجددي بښنه وغوښته.
نن د احمدشاه مسعود دیارلسم تلین په یادغونډه کې پخواني جهادي مشر، صبغتالله مجددي وینا ته پرې نښودل شو او د عبدالله پلویانو د ده د وینا له پیل سره شور او غوغا جوړه کړه.
احمدضیا مسعود نننی سپکاوی غندي او دا یو پلان شوی کار بولي. مسعود دا نه وايي، چې د دې پلان تر شا څوک دي.
مسعود زیاتوي: «په یوه پرانیستې او ازاده ټولنه کې هر څوک د انتخاب حق لري».
احمدضیا مسعود چې د پخوانۍ شمال ټلوالې له مشرانو څخه دی، په تېرو ټاکنو کې يې له هغوی خپله لار بېله کړې ده او د اشرف غني احمدزي په ګټه یې په ټاکنیزو منډو ترړو کې فعاله برخه واخیسته. د ده د جلا دریځ له امله پرې تل د عبدالله عبدالله د پلویانو له لورې نیوکې کېږي.
دا خلک خو اصلا بی شرمی پیژنی نه ، که دوی شرم پیژندی نو دوی به د مسعود په تلین که برخه نه اخیست. دیر شه وشو.