یو هندی 39 ښځي، 94 اولاد، او 33 لمسيان لري

family_1832210b

دغه سړی چې زیونا چانا نوميږي، 66 کاله عمر لري، د انډیا په شمال ختیځ کې اوسیږی، او ټوله کورنی یې 39 ښځي، 94 ماشومان، او 33 لمسیان څخه جوړه ده.
دوی ټوله په یو څلور منزله بلډنګ کې استوګنه کوي چې 100 کمرې لري، د میزورام په یو غرنی سیمه کې دغه بلډنګ ولاړ دی..میزورام د انډیا په شمال ختیځ کې د بورما او بنګلدیش سره هم پوله لري.
زیونا چانا وویل: ما یو وار په کال کې د 10 ښځو سره واده وکړی.ددی ګډ فیملي بلډنګ
دی یو خپله خاصه خونه لري، چې ښځي یې هلته ورته راځی.. دده په اړه ویل کیږی چې په یوه وخت کې اوه یا اته ښځي د ځان سره خوښه وي.
زامن او د هغو ښځي او د هغو واړه ماشومان ټوله د همدې بلډنګ په جلا جلا خونو کې ګوزاره کوي، او ټوله د یوې اشپزخاني څخه کار اخلي.
ښځي پخلی کوي، لوڼي د کور صفایي کوي، او زامن او نران ټوله د دباندي کارونه لکه زراعت او تجارت کې کار کوي.
ټوله کورنی چې د 167 غړو څخه جوړه ده، د ورځي پاو کم 91 کیلو ورجي او 59 کیلو پټاټي استهلاکه وي.. دوی خپله ټوله کور په خپله چلوي.
زیونا وویل چې حتی اوس هم دی غواړي چې خپله کورني پراخه کړي..او غواړي چې یو څو نور ودونه هم وکړي.
ده وویل چې زه ډېر نصیب والا یم، ښه ډېر خلګ لرم چې زما خیال وساتي..زه ډېره خوشبخته یم..
چانا خپله اولنی ښځه چې تر ده 3 کاله زړه ده، په 17 کلنی کې لیدلي او واده یې ورسره کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د