fbpx

مصر: پلار د خپلي لور نوم فیس بوک کښېښه وی

egyptian-facebookنن ټکی آسیا: پلار او مور پر خپل اولنۍ لور باندي د (فیس بوک) نوم کښېښه وی..
هو د نوي انجلۍ نوم به فیس بوک وي، ځکه چې فېس بوک او نور اجتماعي وېب پاڼو د مصر په انقلاب کې غټ رول ولوبوی.
د مصر د دکتاتور حسني مبارک چا چې په مصر باندي شاوخوا 30 کاله حکومت وکړی، په خلاف د انقلاب اولني بڅرکي د همدې پاڼې له خوا بلي شوه، کله چې د ګوګل یو مصري کارکوونکي وایل غنیم په فیس بوک کې د یو ځوان خالد سعید په نامه یو پاڼه جوړه کړه، او نوم یې ورکی، «مونږ ټوله خالد سعید یو».. دغه ځوان چې د مصري پولیسو له خوا په ډېره وحشتناکه مرګ وژل شوی وو، مرګ یې په مصر کې ډېر نور ځوانان د حکومت په خلاف را پارولي وه..
د لور پلار جمال ابراهیم ویلي چې ده او دوستانو یې د انقلاب په دوران کې د فیس بوک څخه ډېره ګټه واخیستله او دا زمونږ له خوا دغه وېب پاڼي ته یو مډال دی.
ویل کیږی چې د 25 جنوري د پاڅون وروسته په فیس بوک د مصریانو لخوا پنځه ملیونه اکاونټونه، 32000 زره ګروپونه، او 14000 صفحې جوړي شوی.
د انقلاب په دوران کې مصریانو د ټویټر، یوټیوب، او فیس بوک څخه ډېره ښه ګټه پورته کړه، خپل ویډیوګاني، انځورونه، صوتي پېغامونه، او لنډ خبرونه یې لحظه په لحظه تر دنیا ورسوله..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د