افغانستاننن په انځورونو کي

انځوریز راپور: د مسعود دیارلسم تلین مراسمو د کابل ښاریانو ژوند تریخ کړی و

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): پوره دیارلس کاله وړاندې په همدې ورځ د شمالي ټلوالې پخوانی مشر او د جمعیت اسلامي پوځي قومندان احمد شاه مسعود په پنجشیر کې ووژل شو. د نوموړي د وژنې د ورځې په پلمه د افغان حکومت له لوري دغه ټوله اوونۍ د «شهید اوونۍ» په نامه يادېږي.

د احمد شاه مسعود له وژل کېدو دیارلس کاله تېرېږي چې هر کال يې د افغان حکومت او د احمدشاه مسعود د پلویانو له لوري یاد په ناستو او موټرو کې په ګرځنده شعارونو تازه کېږي.shaheed_wraz (10)

نن هم د احمدشاه مسعود د دیارلسم تلین په پلمه د کابل ښار سړکونه د پخوا په پرتله تش برېښېدل او وضعیت تر نورو وختو بدل ښکارېده. په نږدې هره څلورلارې کې امنیتي ځواکونه اماده ولاړ وو او د عامو خلکو ګڼه ګوڼه د پخوا په پرتله په نشت برابره وه. په هره څلولارې کې د احمدشاه مسعود په لویه کچه تصویرونه ځړېدلي وو.

د احمد شاه مسعود د وژل کېدو په پلمه په دولتي سطحه ناستې هم ترسره شوې او د ښار په کوڅو کې د هغه پلویانو خپل ځانونه د مسعود په څېر په لباس ملبس کړي وو او په کو څو کې يې د تکبیر نارې او «زنده باد مسعود بزرګ» شعارونه ورکول.shaheed_wraz (22)

سلګونو تنو له دولتي رینجرو په ګټي له ځان سره د برهانالدین رباني د حکومت (۱۳۷۱-۱۳۷۵) تور، سپین او زرغون بیرغ لېږداوه. پکلونه يې په سر، سرویس بوټونه يې په پښو او د پتلونونو پایڅې يې ور پورته کړې د ښار په کوڅو کې په موټرو، موټر سایکلو او آن بایسکلو دورونه خوړل. دوی په دولتي رینجرو، خپلو موټرو او موټرسایکلو د احمدشاه مسعود خورا لوی ـ لوی تصویرونه نصب کړي وو.shaheed_wraz (2)

د کابل ښار ټولو لوی سړکونه د همدې ګرځنده شعاري کاروان لپاره د عامو خلکو پرمخ تړلي وو، کله به چې د احمدشاه مسعود د پلویانو لسګونه موټر له کومې ساحې تېرېدل د سړک داوړه لوري به د عامو خلکو پر مخ تړل کېدل، دوی له موټرو نه د تکبیر غږونه پورته کول او د رباني د حکومت بیرغونه يې له ځان سره لېږدول.shaheed_wraz (21)

سره له دې چې د نړۍ په سطحه اوږدو ټاکنو عام ولس ستړی کړی او پر اقتصاد يې خورا بده اغېزه کړې ده، خو د «شهید اوونۍ» په پیل کېدو سره نږدې ښار تړلی برېښي، دولتي دفاتر رخصت او تر ډېره شخصي روغتیايي او نور خدماتي مرکزونه هم د رخصتۍ په پلمه تړلي دي.

د کابل ښار شاه دوشمشیره سره څېرمه دوه تنه ځوانان چې ځانونه يې د پکتیا د زرمت رامعرفي کړل، له روان وضعیته ډېر خپه ښکارېدل، دوی شکایت درلود. له ساړه اسویلي سره نن ټکی اسیا ته وویل، چې د دوی ناروغې مور ته په غزني کې ډاکټرانو ځواب ورکړ او چې سهار وختي کابل ته راورسېدل، دوی ویل چې نږدې ټول روغتیايي مرکزونه تړلي دي، دوی له دې سیمې نه شهر نو ته د تګ نیت درلود او مور يې په پکتیا هوټل کې له بل کوچني ورور سره پرې اېښې ده.

هغوی زیاته کړه چې له سها راهیسې په شاه دو شمشیره کې په موټرو پسې ګرځي چې تر شهرنو پورې يې ناروغه مور یوسي.

د دوی په خبره لومړی خو موټر نه پیدا کېږي چې پیدا شي هغه بیا د مسعود د پلویانو د ګرځنده کاروان له ویرې په هغه لوري زړه نه ښه کوي.

پر دې سربېره د کابل ښار ګڼو دوکانداران او سوداګر هم دا وضعیت ښه نه ګڼي او ډېری يې پر دې نظر چې په دغسې وضعیت کې چې خلک پکې لا له مسعوده کرکجن کېږي، ښه به دا وي چې په مسعود پسې خیراتونه وکړي.shaheed_wraz (39)

اسمايي واټ ته څېرمه د کتابونو یو پلورونکی لاس ترزني ناست و، هغه په خپګان وویل، چې مسعود د دې خلکو د زنده باد اومرده باد پرځای دعا ته ضرورت لري.

کابل پوهنتون ته څېرمه د ټکسي یو موټروان د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل: «ژوندي له لوږي مري، دوی د مړو یاد تازه کوي، بیا تو اوخدای په دې ډول مسعود راژوندی کېږي!»

هغه په تمسخر وویل، چې د مسعود پلویان باید په دې ورځي خیراتونه وکړي او په جوماتونو کې زارۍ وکړي چې خدای يې وبښي.shaheed_wraz (19)

یاده دې وي چې نن په دولتي سطحه په ناسته کې د مسعود پلویانو چې نږدې ټول يې په ټاکنیزو ناندریو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویان وو، صبغت الله مجددي خبرو ته پرېنښود.

احمدشاه مسعود د شوروي پر ضد جهاد کې د جمعیت اسلامي تنظیم مخکښ قومندان و. د مجاهدینو د حکومت پر مهال د دفاع وزیر شو. کله چې کابل د طالبانو په لاس فتح شو، تر مرګه یې د طالبانو پر ضد د مخالفې جبهې مشري کوله.

احمدشاه مسعود په ۲۰۰۱ز کال د سپټمبر په نهمه نېټه د تخار ولایت خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې ووژل شو.shaheed_wraz (37)

shaheed_wraz (38) shaheed_wraz (33) shaheed_wraz (34) shaheed_wraz (30)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x