نړۍ

لاهور: د جومات پریوتو له امله ۱۰ لمونځ کوونکي شهیدان شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د پنجاب ايالت مرکز لاهور «داروغه والا سيمه» کې د يو جومات د راپرېوتو له امله لس تنه شهيدان شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

راپورونه وايي، چې داروغه والا سيمه کې د جامع مسجد حنفيه چت د ماسپښين د لمانځه پرمهال راپرېوت او د جومات اول او دوهم پوړ نړيدلی دی.

د پاکستاني رسنيو له قوله د چت پرېوتو له امله د جومات د ملا امام په ګډون څلويښت تنه د خاورو لاندې شوي او تر اوسه يې لس تنه راويستل شوي دي.

له پېښې سمدستي وروسته مرستندويه ډلې د پېښې ځای ته رسيدلي او تر اوسه يې د لس مړو په ګډون ګڼ ټپيان راويستي دي.

ويل کيږي، چې ټپيان د لاهور لوی روغتون ته لېږدول شوي دي او د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت دانېښنې وړ دی.

د يادونې وړ ده، د لاهور په ګډون د پنجاب ايالت ګڼو ځايونو کې د پرله پسې ورښتونو له امله زرګونو کورونو ويجاړ شوي او شاوخوا دوه سوه کسان مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Afghan

برکت !!! لس خو ډیر کم دی، کاش چی یو سل خو مړه وی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x