ورزش

کرکټ: سعید اجمل باندې عمري بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا(سه شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د کرکټ نړیوالې شورا  د پاکستان مشهور او تکړه  ورو توپ اچوونکی  (سپينر بالر) سعید اجمل  د نړیوالو لوبو کولو باندې بندیز لګولی.

اجمل  باندې تر هغه وروسته بندیز ولګول شو، کله چې دا ثابت شول  چې نوموړی د بال غورځولو پر مهال د آی سي سي قوانین نه مراعتوي، او غیر قانوني بال کوي.

سعید اجمل د کرکټ په نړیوال درجه بندۍ  کې د توپ اچونکو (بالینګ) په لست کې لومړی مقام لري، او په تیرو دریو کلونو کې تر هر بل توپ اچونکي (بالر) یې زیات لوبغاړي سوځولي دي.

آی سي سي تر هغه وروسته د نوموړي د بال کولو پر ضد دوسیه برابره کړه، کله چې نوموړي  تیره میاشت د سریلانکا په خلاف لومړۍ ټیسټ لوبه وکړه. په سعید اجمل باندې په همدې لوبه کې  اعتراض  وشو.

اجمل د بالینګ د  معایناتو لپاره استرالیا ته ولیږدول شو څو هلته د بې طرفو قاضیانو لخوا د نوموړي د بال ایکشن وکتل شي.

سعید اجمل په استرالیا کې د ټېسټ وروسته بېرته سري لنکا ته وګرځېد او هلته یې څو سیالۍ هم وکړې، خو نن آی سي سي اعلان وکړ چې په سعید اجمل یې د ټول عمر لپاره بندیز لګولی، خو که نوموړی خپل د بال غورځوني ایکشن بدل کړي، کولای شي چې بیا لوبه پیل کړي.

آی سي سي زیاته کړې چې سعید اجمل ددې فیصلې پر ضد د استیناف حق لري.

بل پلو سعید اجمل منلې چې د کرکټ د قوانینو له مخي دده د بال غورځوني ایکشن قانوني نه دی، خو په وړوکوالي کې د ترافیکي پېښې له کبله دده په لاس کې دا ستونزه پيدا شوې چې د قانون سره سم لاس بشپړ نه شي تاوولی.

اجمل ویلي: ” زه باوري یم چې کله آي سي سي زما د طبي معایناتو پایلي وګوري، نو ماته به ډیر ژر د بیا بالینګ کولو اجازه راکړي، زما هدف د راتلونکي کال نړیوال جام کې لوبیدل دي” .

اجمل د پنځوس اوریزو نړیوالو لوبو کې اول نمبر بال غورځونکی لوبغاړی دی، په شل اوریزو او ټیسټ لوبه کې د لومړني لس لوبغاړو په لیست کې ځای لري.

کرکټ پوهان وايي چې د پاکستان کرکټ لوبډله کې یواځېنی بالر سعید اجمل دی چې د نړۍ هر لوبغاړی ترې په ویره کې دی او که سعید اجمل باندې دا بندیز دایمي ولګول شي، نو پاکستان لوبډله به له ډيرو ستونزو سره مخ شي او امکان لري چې په نړیوال جام کې د لومړي پړاو څخه دوهم پړاو ته هم لاړ نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x