عبدالرب رسول سیاف

سیاف په خپله فتوی ځان له اسلامه وتلی وباله

لیکوال: قاري حبیب

نن د لویې جرګې په جرمنۍ کیږدۍ کي، دامریکایي څارونکو غوبارو او بي پیلوټه الوتکو تر څار او مراقبت لاندې  دکابل ګمراه رژیم د احمدشاه مسعود د لمانځلو مراسم رابللي و.

په مراسمو کې حامدکرزي وینا وکړه،خو صبغة الله مجددي په ژړاندو سترګو پرته له دې چې دوینا اجازه ورکړل شي له سټیجه وشړل  شو، دعبدالله عبدالله پلویانو نوموړي ته اجازه ورنکړه چې خبرې وکړي، په مراسمو کې دپام وړ وینا دعبدالرب رسول سیاف وه،چې  دنبي کریم صلی الله علیه وسلم څو احادیث یي هم ترجمه کړل.

سیاف چې په دې وروستیو کې په کابل کې دمجاهدینو ځپونکو فدایي حملو سخت وارخطاء کړی دی دخپل زړه دبړاس ایستلو لپاره یي هغه اولسي مجاهدین تر انتقاد لاندې ونیول،چې په ښاري سیمو کې له مجاهدینو سره همکاري کوي او خپله جهادي فریضه اداء کوي، سیاف چې ژبه یي وچه وچه کیدله او څیره یي دپخواپه نسبت خورا خړه پړه معلومیده، په غریو نیولي لهجه یي څو نبوي احادیث یوځل بیا تحریف کړل اوله غلط مفهوم نه په استفاده یي ښاري مجاهدین له  اسلامه وتلي کسانه وبلل. العیاذبالله

دلته دسیاف په نورو خبرو څه نه وایو خو دنوموړي لخوا دویل شوي یوه حدیث اصلي مفهوم  او معنی لوستونکو ته وړاندې کوو، چې په تشریح سره یي سیاف په خپل ځان له اسلامه وتلی اعلان کړی .
سیاف دا حدیث ووایه : من مشی مع ظالم لیعینه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام . ترجمه : څوک چې له ظالم سره مرسته وکړي په داسي حال چې پیژني یي  نو په دې عمل سره له اسلامه خارج شو.

سیاف وویل : مجاهدین ظالمان دي ، نوځکه هغه ولسي خلک چي همکاري ورسره کوي له اسلامه وتلي العیاذ بالله.

موږ دارتداد په ټاپه لګولو کې دسیاف غوندې بي پروا او بي باکه نه یو، خو ددې حدیث اصلي مفهوم او دظلم او ظالم اصلي کتابي تعریف درته وړاندې کوو، ترڅو پوه شئ چې ظلم څه دی؟ ظالم څوک دی او چا د ظالم مرسته کړې .

ظلم ګڼې معناوي لري، خو په قرآن او حدیثو کې چې ظلم ذکر کیږي، لومړنی  او ترټولو راجح مفهوم چې علماء یي اخلي هغه د کفر او شرک معنی ده ، ځکه الله تعالی په خپله شرک او کفر ته ظلم ویلي : ان الشرک لظلم عظیم . سورة لقمان ۱۳ ترجمه . بي شکه شرک لوی ظلم دی .

همدغسي الله تعالی بیا بیا ظلم -کفر او ظالمان -کافران بللي دي  مثلا :

سَنُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ بِمَا أَشْرَكُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ وَبِئْسَ مَثْوَى الظَّالِمِينَ} (آل عمران،151)

الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُم بِظُلْمٍ أُولَٰئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ سورة الانعام ۸۲

ستر مفسر ابن کثیر تردې آیت کریمه لاندې د ظلم د معنی په اړه داسي لیکلي دي : أي : هؤلاء الذين أخلصوا العبادة لله وحده لا شريك ، له ، ولم يشركوا به شيئا هم الآمنون يوم القيامة ، المهتدون في الدنيا والآخرة

قال البخاري : حدثنا محمد بن بشار ، حدثنا ابن أبي عدي ، عن شعبة ، عن سليمان ، عن إبراهيم ، عن علقمة ، عن عبد الله قال : لما نزلت ( ولم يلبسوا إيمانهم بظلم ) قال أصحابه : وأينا لم يظلم نفسه؟ فنزلت : ( إن الشرك لظلم عظيم ) [ لقمان : 13 ]

وقال الإمام أحمد : حدثنا أبو معاوية ، حدثنا الأعمش ، عن إبراهيم ، عن علقمة ، عن عبد الله قال : لما نزلت هذه الآية : ( الذين آمنوا ولم يلبسوا إيمانهم بظلم ) شق ذلك على الناس وقالوا : يا رسول الله ، فأينا لا يظلم نفسه؟ قال : ” إنه ليس الذي تعنون! ألم تسمعوا ما قال العبد الصالح : ( يا بني لا تشرك بالله إن الشرك لظلم عظيم ) إنما هو الشرك ”

وقال ابن أبي حاتم : حدثنا أبو سعيد الأشج ، حدثنا وكيع وابن إدريس ، عن الأعمش ، عن إبراهيم ، عن علقمة ، عن عبد الله قال : لما نزلت : ( ولم يلبسوا إيمانهم بظلم ) شق ذلك على أصحاب رسول الله – صلى الله عليه وسلم – ، قالوا : وأينا لم يظلم نفسه؟ فقال رسول الله – صلى الله عليه وسلم – : ” ليس كما تظنون ، إنما قال [ لقمان ] لابنه : ( يا بني لا تشرك بالله إن الشرك لظلم عظيم )

وحدثنا عمر بن شبة النمري ، حدثنا أبو أحمد ، حدثنا سفيان ، عن الأعمش ، عن إبراهيم ، عن علقمة ، عن عبد الله عن النبي – صلى الله عليه وسلم – في قوله : ( ولم يلبسوا إيمانهم بظلم ) قال : ” بشرك ” .

له لوړ تفصیل څخه معلومه شوه، چې دظلم متبادره معنی شرک یا کفر دی او ظالم یعني کافر ، اوس راځئ د لوړ حدیث شریف ترجمه وکړو او بیا وګورو چې سیاف د ځان لپاره کومه  فتوی انتخاب کړې .

من مشی مع ظالم لیعینه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام . ترجمه  څوک چې له ظالم  یعني کافر سره مرسته وکړي او دی یي پیژني چې کافر دی نو په دې سره له اسلامه وزي.

امریکایان کافر دي، ځکه دوی رسما په حکومتي کچه سیکولر یا بي دینه دي او ځیني وګړي یي د تثلیث د عقیدې مشرکین او یا منحرف یهود کافران دي، دوی چې په افغانستان حمله کوله، ترحمله وړاندې یي پنجشیر ته  دګیري شرون په مشرۍ پلاوی راولیږه له سیاف سر ه یي په ګلبهار کې ولیدل او د ۲۰۰۱ م کال د سبتمبر په  ۲۹ یي  یو لک ډالر د مخامخ خبرو په مهال ورکړل، او سیاف ورسره دطالبانو په خلاف د بشپړې مرستې وعده وکړه، دا خبرې د ګیري شرون په کتاب  ( ورود اول ) کې چې اسدالله شفایي فارسي ته ترجمه کړی مستندې راغلې چې سیاف ترې انکار نه شي کولای.

له هماغې ورځې سیاف د امریکایي کافرانو او د هغوی دنړیوال کفري ائتلاف ملګری او مرستندوی شو، خپل ټولې وسلې یي وروسپارلې، دهغوی لپاره یي تبلیغاتي فعالیت ته ادامه ورکړه او ترنن پورې  د هماغو امریکایي کفارو په مرسته بوخت دی او  دقرآن او احادیثو د تحریف او غلط تفسیر خدمت ورته ترسره کوي.

سیاف په دې ښه پوهیږي چې امریکایان کافران دي، خو بیا هم دامریکایانو مرسته کوي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي هرڅوک چې کافر پیژني او بیا یي هم مرسته وکړي نو له اسلامه وځي، نوځکه ویلی شو چې سیاف نن ددې حدیث په تشریح سره خپل ځان په خپله فتوی له اسلامه وتلی وباله .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سلفی عقایدو وا لا
میلمه
سلفی عقایدو وا لا

ګوره وروره ټول ملت پدی پوه دی چه د سیاف مسله نوره ختمه دی او نور پدی نه ارزی چه څه په ووایو او د ده په ګمراه توب که د زره شک نه وینو د ده او د استاد یاسر په خبرو که خورا فرق دی، او س نو دده په فتوا استاد یاسر هم د اسلام څخه وتلی (نعوذو با الله). بس الله پاک ډیر صبور ‌ذات دی- ای کاش چه دا سړی د پخوانی جهاد په وخت شهید شوی وای چه اوس یی دا مظلوم اولس دده د شر څخه په امان وای- قسم پا الله چه… نور لوستل »

Rahim popal
میلمه
Rahim popal

هیڅ یو وطن پرست افغان ته ضروری نه ده چه د صیاف څرګندونو ته غوږ ونیسی د ده د بیان تحلیل د وخت ظایع کیده دی دصیاف ماغزه داډیرو ډالرو ور ګډ وډ کړی شاید په آینده کی تر دی نور هم اپلاکی ووائی. د دی ډالرو لپاره خلګو څه عجیب کارونه وکړه

انجینیرنصرالله
میلمه
انجینیرنصرالله

محترم وروره که خفه کیژی نه ستاسی دا اسلامی او سیاسی احساس دا نه ایجابوی چه خپل قیمتی وخت پداسی رتل شوی او منفورو خلکو ضایع کری لکه سیاف
وایی د سپکو به سه سپک شی
کوم حیثیت نه ورته په اسلامی جامعه او نری کی پاتی نه ورته په سیاسی نری
او نه هم ورته په نظامی میدان کی
تاسی ته د خدای اجر عظیم درکری
په درناوی