افغانستان

کابل کې د هوايي ډزو له امله ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): نن ورځ کابل کې د شمال ټلوالې د پخواني قومندان احمدشاه مسعود د «شهيد» د ورځې د لمانځلو په مناسبت د هوايي ډزو له امله لږ تر لږه يو تن وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د شهيد ورځې د لمانځلو په مناسبت د هوايي ډزو په نتيجه کې د شمالي استالف ولسوالۍ اوسيدونکی فريدون په نوم يو تن وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې د شهيد د لمانځغوڼدې ځای د لويې جرګې تالار څخه د هوايي ډزو پر مهال مرمۍ د خلکو کورونو ته پرېوتي او خلکو کې يې وېره او ترهه خپره کړې وه.

راپورونه وايي، چې نن ټوله ورځ شمال ټلوالې پورې تړلو ناقانونه وسله والو د کابل ګڼو سيمو کې هوايي ډزې کولې، خلک يې په موټرو وهل، او لارو کوڅو کې يې په خپل سر هوايي ډزې کولې.

د کابل ښار اوسيدونکي وايي، چې دوی فکر کاو، چې نن ورځ د نويمو کلنو د کورنيو جګړو يوه نمونه ده او د همدې ناقانونه وسله والو له امله نن د کابل بازارونه بند ول او خلکو د شمال ټلوالې له وېرې خپل دوکانونه بند کړي وو.

د کابل ښاريان له پوليسو هم ګيله من دي، چې د وسله والو د ډزو پر مهال غلي ولاړ و او ټول کابل کې نن د وسله والو راج چلېده.

تر اوسه د يادې پېښې په تړاو هيڅوک نه دي نيول شوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې شمال ټلوالې پورې تړلي ناقانونه وسله وال پلازمېنه کابل کې د خلکو پر وړاندې وسلې راوباسي او خلکو ته ګواښونه کوي.

څه موده وړاندې هم د ډاکټر عبدالله عبدالله پلويان د ولسمشريزو ټاکنو د دوهم پړاو د پايلو د اعلان پر مهال کابل کې راوتي وو، هوايي ډزې يې کولې او د «ټاکنو پايلې نه منو» نارې يې وهلې.

د يادونې وړ ده، چې پروس کال هم د مسعود د تلين پر مناسبت د شمال ټلوالې ناقانونه وسله والو د کابل ښار کوټه سنګي پله سره پر ولسي وګړو ډزې کړې وې، چې نتيجه کې يې يو تن وژل شوی و او ګڼ نور يې ژوبل کړي وو، مګر د يادې پېښې قضيه هم د محکمې د الماريو تل پاتې برخه وګرځيده او تر اوسه يې چا پوښتنه نه ده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x