شعـــــرونه

د عبدالستار حیراني یو شعر

شاعر: عبدالستار حیراني/ میوند

که په زور که په رضاوي زما برخه دي درنه وي

که ملت په اور کي سوځي خو چوکي دي راسره وي

د مادی قوت څيښتن يم شيخ مي هم دي په ملتيا کي

زما هڅه دي هميش د اساسي قانون حصه وی

د ملت رايه دی خاوری سي لرمه وسلوالی

چي څه وايمه هابه کيږي که ماښام وی که غرمه وی

که تمام وی زما په ګټه هغه وخت انتخابات دی

چي مي ګټه پکښي نه وي بيا خرابه زما نشه وي

بيا به وايم درغلي ده حق تلفي ده بي نظمي ده

وباما و جانکيري به مو په منځ کي مرکه وي

د مظلوم ولس دي خدای سي چاره ساز  ای حيراني

د قدرت د ليونو دی پر قدرت باندي دعوه وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x