نړۍ

مصر: د اخوان المسلمين دوه مشران په دېرش دېرش کاله بند محکوم شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د مصر جنايي محکمې نن د اخوان المسلمين دوه مشران دکتور محمد البلتاجي او دکتور صفوت حجازي په دېرش دېرش کاله بند محکوم کړل.

رويټرز خبري اژانس د مصري قاضيانو له قوله وايي، چې دکتور بلتاجي او دکتور صفوت حجازي د پوليسو د ضابط د وژلو د هڅې او بندي کولو له امله په شل شل کاله بند محکوم شول.

همدا رنګه د اخوان المسلمين دغه دواړه مشران د ترهګر ګوند د مشري په تور پر لسو کالو بند محکوم شول.

د يادونې وړ ده، چې د پوځي واکمن پر لاس د دکتور محمد مرسي د حکومت له نسکورېدو وروسته د کودتايي رژيم مشر فيلډ مارشال جنرال عبدالفتاح السيسي اخوان المسلمين ترهګر ګوند اعلان کړی او د اخوان پر هر ډول فعاليتونو يې بنديز لګولی دی.

د تېر اګست مياشتې په پای کې د مصر جنايي محکمې د بلتاجي او د اخوان المسلمين د مشر دکتور محمد بديع په ګډون د اخوان المسلمين اووه مشران پر ټول عمر بند محکوم کړي وو.

پر نوموړو مشرانو تور و، چې د پوځي ديکتاتور پر ضد د مظاهرو او لاريونونو پر مهال يې خلک تاوتريخوالي او د امنيتي کسانو وژلو ته هڅول.

د جنايي محکمې د يوې بلې پرېکړې په ترڅ کې پر محمد بديع د اعدام امر شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې د دکتور محمد مرسي پر ضد له پوځي کودتا وروسته د اخوان المسلمين د مشر دکتور محمد بديع په ګډون د اخوان المسلمين اوله، دوهمه او درېيمه درجه مشران بنديان دي او د يو شمېر تورونو له امله وخت پر وخت محکمې ته وړاندې کولای شي.

د بشري حقونو د نړيوالې ټولنې په ګډون يو شمر نړيوالو هېوادونو د مصري محکمو دغه پرېکړې د پوځي واکمن فشار بللی، مګر ولسمشر عبدالفتاح السيسي وايي، چې مصري محکمې په خپلو پرېکړو کې ازادې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x