نړۍ

سعودي په نړۍ کې د تر ټولو ستر سفارت ویاړ مصر ته ورکړ

 نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۸مه،۱۳۹۳ل): د سعودي عربستان د شاهي رژيم د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل د عربي نړۍ د ګڼ شمېر مخکښو سیاسي څېرو ، لوړپوړو چارواکو او ديپلوماتو په شتون کې ، د دوشنبې په ورځ په نړۍ کې د خپل هېواد تر ټولو ستر سفارت د مصر په پلازمېنه -قاهره- کې رسماً پرانیست.

ښاغلي شهزاده فیصل په مصر کې د نوي سفارت د پرانستې پر مهال وویل : په دې ودانۍ کې به نه یوازې د سعودي عربستان د سفارت او اړوند امکانات وي؛بلکې خلکو ته د اسانتیا په غرض به د دغه هېواد د ټولو ادارو اړوند وسایل او امکانات دلته شتون ولري.

د ښاغلي فیصل په خبره ،د دغه سفارت پرانیسته کومه نوې خبره نه ده؛ځکه چې له دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ پياوړي دوستانه اړیکې وې،دا اړیکې د ملک عبدالعزیز بن عبدالرحمن له پېره پيل شوې او د اوسني واکمن خادم الحرمین شریفین ملک عبدالله بن عبدالعزیز په واکمنۍ کې ورځ په ورځ په پراخېدو شوې. نوموړي له دغه اقدام خوښي څرګنده کړې او دا یې د غبرګو هېوادونو د اوسېدونکو لپاره ګټور او د عربي نړۍ د یو موټي کېدا په موخه اغېزمن او ګټمن ګام وباله.

نوموړي له مصري چارواکو څخه د دغه سفارت په ودانولو کې د مرستې او همکارۍ له کبله مننه وکړه.

د سعودي د باندنیو چارو معین شهزاده خالد بن سعود د سفارت د پرانستې په مراسمو کې د غونډې برخوالو ته د سفارت د رول او ځانګړتیاوو ترڅنګ د نوي سفارت د جوړښت او ودانۍ په اړه توضیحات ورکړل.

نوموړي وویل، چې په نړۍ کې د سعودي عربستان د تر ټولو ستر سفارت په توګه ، په مصر کې د دوی نوی سفارت د ۴۰ زره مربع متر په مساحت کې جوړ شوی، چې پر یوازې  یوه متر مربع يې لګښت  ۲۱۰۰ امریکايي ډالره راغلی.

د شهزاد سعود په وینا، په دې ساختمان کې به ټولټال ۲۵۰۰ کسان هر کال د څه باندې یو ملیون مصري حاجیانو او زیارت کوونکو او نورو چارو لپاره په کار لګیا وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x