برتانیا: سپین سرې بوډۍ د سرو زرو یو دکان د غلو څخه ژغوري
نن ټکی آسیا: د برتانیا په نورثامبتون په سیمه کې په ډک بازار کې شپږو غلو د سروزرو او ګرانو ساعتونو په یو دکان باندی د غلا لپاره برید وکړ، دکان دارانو د دکان دروازی کلکي بندي کړې، مګر غلو غټ غټ چوټکان چې د همدې وخت لپاره یې د ځان سره را وړي وه، دروازو ته کش کړه او دروازې چې د څیښې وې، لږ لږ ماتي سولې او غلو زیار ایستی چې نیژدې پراته شیان واخلې، په داسې وخت کې د غلو درې ملګري پر موټر سایکل باندې انتظار دې، تر څو په عاجله د ځايه وتښتیږي.
عام خلګ تیریږې او راتېریږې او خپل خير په دې ویني چې په پټه خوله تیر سي، د غلو او د پولیسو په لانجه کې ځان اخته نه کړې، مګر یوه بوډۍ..
هو یوه بوډۍ د حالت ویني او په غوسه د غلو خواته ور ځغلي او خپل د ښځينه پرس په وسیله غلو ته وهل ورکول شروع کوي..
غله وار خطا سی، او ژر ژر پر موټرسایکلونه سپریږي او د تیښتي کوشش کوي، مګر سپين سرې بوډۍ بیا هم دوی نه پرېږدې، د یوه غله موټر سایکل په وار خطایی کې وښوییږي، او په دا وخت کې پولیس هم صحني ته را ورسیږي، او یو غل قابو کي، مګر د بوډۍ غوسه بیا هم نه کراریږي، او غله ته پرسونه کشه وی.
دغ بوډۍ نن صبا د برتانیې په صحافت کې ډېر شهرت پیدا کړې مګر تر اوسه یې شناخت پټ ساتل سوی دی، ځکه چې د غلو نور ملګري ورته زیان ونه رسوي.
لاندي د سکای نیوز ریپورټ دی:
{youtube}_fLPBkZ74zo{/youtube}