ټولنیزه برخه

پوښتنه: دا د دروغو بد اخلاقی دی له چا زده کړې

لیکوال: حامد افغان

هغه کوچنی و یوه ورځ یې مور ورته وویل: زویه! ډوډۍ ژر ژر وخوره دفلانۍ دغو کره به ځو، کله یې چې ډوډۍ وخوړله مورته یې وویل: راځه چې ځو، هغې ورته ویل: زویه! اوس ناوخته ده په لار کې دي بلاوې خوري. ده چې غوږ ونیو بهر ماشومانو لوبې کول‌ې له ځانه سره یې فکر کاوه چې بلاوې هغوی ولې نه خوري..

د هغه کوچني ذهن د مشرانو ځیني خبرو ته سوالیه نښې درولې، کیسه همداسي روانه وه ې لیږ لوی شو مکتب ته داخل شو یوه ورځ یې استاد د صنف شاگردانو ته وویل: که هرچا دومره …. زیاتی نمبری واخیستلې هغه به فلان اوفلان ښارته په چکر ولي. ده ډیره زیاته خواري وکړه او د استاد له ښوولیو نمبرو نه یې ډیرې زیاتي نمبرې واخیستلې، بله ورځ یې استاد ته د سیاحت او چکر یادونه وکړه هغه په خنداکې ورته وویل: هی ساده ته په ټوکو هم نه پوهیژې؟! .

کیسه همداسي روانه وه، یوه ورځ یې پلار ورته وویل: که سږ کال هم اول نمبر شوې سایکل به درته اخلم، ټول کال یې ښه خواري وکړه، لنډه داچې په ټول مکتب کې اول نمبر راغی، بله ورځ یې پلار ته د سایکل یادونه وکړه پلار یې ورته وویل: زویه! سایکل خطرناک دی ټکر به شې.

وخت په بیړه روان و او دا هلک ځوان شو، په ځواني کې نو ده هم داسي په خرپ دروغ ویل پیل کړل چی خلک به ورته گوته په غاښ پاته وو!! اوکله به چاورته وویل چی دا د دروغو بد اخلاقی دی له چا زده کړې ده …؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x