ټکنالوژي

آی فون ۶ او آی فون ۶ پلس بازار ته معرفي شو

نن ټکی اسیا (چار شنبه، وږي ۱۹مه،۱۳۹۳ل): امریکايي شرکت آپل تیره ورځ په کالیفورنیا کې په یوه ځانګړی خبري کانفرانس کې خپل دوه نوي موبایلونه آی فون ۶ او آی فون ۶ پلس نړۍ ته ور معرفي کړ.

د تفصیلاتو سره سم د نوي آی فون مهمه ځانګړتیا داده چې تر پخوانیو موبایلونو به ددې موبایلونو د سکرین سایز غټ وي، آی فون ۶ پلس ۵.۵ انچه، او آی فون ۶ ۴.۷ انچه سکرین لري، په داسي حال کې چي دواړه موبایلونه تر پخواني آی فون ۵اس نازک دي.

د آپل شرکت مسؤول مدیر ټیم کوک وویل چې ددوی شرکت د نوي آی فون په جوړولو سره په تاریخ کې تر ټولو لوی پرمختګ کړی.

نوموړي تمه څرګنده کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به آی فون بازار ته وړاندي کړي، او لږ تر لږه به د روان کال تر پایه د نړۍ ۱۱۵ هیوادونو ته ورسیږي.

کارپوهان وايي چې نن سبا د موبایل کارونکي د انټرنیټ او موبایل څخه په یوه وخت کې د ګټي اخیستني په خاطر سمارټ فون استعمالوي، او په همدې وجه د آی فون شرکت د نورو شرکتونو په څیر خپل موبایل هم په داسي سایزونو بازار ته وړاندي کوي، چې هغه د موبایل او لاسي کمپيوټر تر منځ په اسانه توګه وکارول شي، کوم چې هم په جیب کې ځاییږي، او هم د کمپیوټر په توګه د انټرنیټ څخه د ښه استفادې وړ وي.

آپل شرکت په دغه خبري کانفرانس کې د الیکتروني بټوې څخه هم پرده پورته کړه، کوم چې د آپل پای (apple pay) په نامه نومول شوې، او د کارونکي د کریډیټ کارډ او د بانک د حساب سره وصل کیږي، او بیا امکان لري چې په بازار کې د هغه په واسطه توکي وپيرل شي.

باید وویل شي چې تر سمسونګ شرکت وروسته آپل دوهم شرکت دی چې په زیاته کچه یې موبایلونه بازار لري.

http://www.youtube.com/watch?v=FglqN1jd1tM

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x