نړۍ

د هند د بهرنيو چارو وزيره نن کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۹مه،۱۳۹۳ل): هندي رسنۍ وايي، چې د هند د بهرنيو چارو وزيره سوشيما سواراج نن پر يو رسمي سفر کابل ته راځي.

هندي سرچينې وايي، چې د هند د بهرنيو چارو وزيره د دوه اړخيزو اړيکو او افغانستان سره د هند د مرستو د لا پياوړتيا په موخه نن کابل کې ولسمشر کرزي او يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکوسره ګوري.

هندي سرچينې وايي، چې د بهرنيو چارو وزيره به ولسمشر کرزي سره د يو شمېر پروژو تر څنګ افغانستان سره د هند د پوځي مرستو په اړه هم خبرې اترې وکړي.

د نريندرا مودي د نوي حکومت د بهرنيو چارو د وزيرې په توګه د سوراج دا لومړی سفر دی، چې کابل ته يې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x