نړۍ

د المان شمال کې د کيميايي موادو په پلانټ کې درنې چاودنې شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۹مه،۱۳۹۳ل): الماني رسنۍ وايي، چې د المان شمال کې د کيميايي موادو په يو پلانټ کې درنو چاودنو ټوله سيمه ولړزوله.

الماني چارواکي وايي، چې د چاودنو له امله نژدې ودانيو ته زيان او ښتی او د چاودنو غږ تر څو کيلومټر لرې پورې واوريدل شو.

ځايي پوليس وايي، چې د چاودنو په نتيجه کې د مرګ ژوبلې کره شمېره لا نه ده معلومه، مګر د چاودنو له امله نژدې ودانيو ته ډېر زيان اوښتی دی.

د المان شمال کې خلکو ته ويل شوي، چې د خپلو کورونو او کوټو دروازې بندې کړي، ځکه چې د کيميايي موادو د خپرېدو له امله خلکو ته د زيان اوښتو ډېر امکان دی.

الماني رسنۍ د عيني شاهدانو له قوله وايي، چې دوی اوس هم د کيميايي موادو له پلانټ څخه لوخړې او دودونه ويني، چې پورته کيږي.

د پېښې لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x