افغانستان

کونړ: بهرنیو ځواکونو دوولس تنه ملکي وګړي شهیدان کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۹مه،۱۳۹۳ل): د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالي کې د باډل درې په سیمه کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د ماشومانو په ګډون دوولس تنه عام وګړي شهیدان شوي دي.

ویل کېږي چې په دې عملیاتو کې چې د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ ورسره و، په بمباریو کې څلور کورونو ویجاړ شوي دي، چې پر شهیدانو سربېره يې ګڼ نور ټپیان کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم وايي چې په یاده سیمه کې پرون سهار مهال بمباري شوې ده او عامو وګړو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د مجاهد په قول ګډ ځواکونه یادې سیمې ته د دوی د ملګرو د ځپلو په مؤخه ورغلي وو، خو د نوموړي په خبره د دوی د ملګرو په کمینونو کې له درنو زیانونو سره مخ شول.

خبر پاڼه وړاندې وايي «دخپل هميشني عادت له مخې کله چې يي تلفات ولیدل له عامو خلکو څخه يې د کسات اخيستلو په دود د ملکي خلکو په کورونو او کلي باندي بې رحمه بمبار پيل کړه او هرڅوک يې چې چيرته د حرکت په حال کې لیدل ډزې يې پرې کولې.»

د عیني شاهدانو له قوله په نننیو عملیاتو کې ګډ ځواکونه سخت قهرېدلي ښکارېدل او هر څوک چې په مخه ورتلل ، له منځه يې وړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې په بهرنیو ځواکونو غږ کړی چې د دوی دا ډول چلند د دوی «وحشي» څېره لا را بربنډوي: «له بې دفاع ملکي خلکو څخه د کسات اخيستل او په هغو بریدونه کول هيڅکله هم تاسو خپلو شومو هيلوته نشي رسولي، بلکې ستاسو مکاره او وحشيانه څيره نوره هم بربنډوي، تاسو بې له دې چې د ننګياليو له دې ټاټوبي څخه په ټيټ سر وتښتئ او د ابد لپاره عبرت واخلئ بله هيڅ لاره او چانس نه لري.»

یاده دې وي چې دهېواد په ګوټ ـ ګوټ کې چې کله هم ګډو ځواکونو ته د طالبانو له لوري زیان اوښتی دی، دوی يې غچ ډېری وخت له عامو وګړیو اخیستی دی.

څه موده وړاندې د بښنې نړیوال سازمان هم پخپل راپور کې بهرني ځواکونه د زرګونو عامو افغانانو په وژنو ملامت وبلل.

د کونړ ځايي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx