ټولنیزه برخه

ړندې پېښې

لیکوال: دادمحمد ناوک

انسان د انسانيت له دعوې سره جوخت داسې فکر کوي چې په ډېرو نو ژونديو موجوداتو لاس بری دی،  دغه لاس بري د هغه پخپلې دعوې پورې تړلې ده، چې څنګه يې استعمالوي؟ په اسلامي نصوصو کې دې ته هم اشاره شوې ده چې بار وړونکي حیوانات که څه هم د انسان دخدمت لپاره پیدا شوي دي، خو دغه اشرف المخلوقات دې پر دې بې وسه حیوان دومره بار نه باروي چې د هغه له وسه پورته وي. دغه مهمه اشاره دا را په ګوته کوي چې سره له دې چې انسان په ځمکه کې خدايي خلیفه دی، مګر دغه خلیفه له خپل دې منسبه د دې کرې د یو بل موجود په وړاندې بده ګټه نشي اخیستی. په دې خاورینه کره کې د دې کرې خلیفه هم مقید دی. او دا مقید والی پر دې دلالت کوي چې که انسان له خپل ټول وس سره ازاد پرېښودل شوی وای، په لوی لاس به يې دلته دومره څه نه وای پرې اېښي چې ده يې  پر وړاندې د اشرف المخلوقات ادعا کړې وای، ځکه چې دی ظالم او جاهل دی…

خو پر دې سربېره  ډېری انسانان هڅه کوي چې دی د ځمکې د کرې پرمخ دومره وس لري چې هیڅ بلې لارښوونې یا هم یوه ملاتړي ته اړتیا نه لري. د ډيموکراسي په نامه دانساني فکر زېږنده یو سیستم انسان ته دا واک ورکوي چې دی؛ پخپله هم دی، دومره کولای شي چې نه یواځې خپل ځان ته، بلکې ګرد انساني عالم ته پخپل سر د خلاصون، ارامۍ او خوندیتوب بې درېغه خوندورې او مصؤنې ارامې لارې ولټوي. دغه فکري سیستم چې له الهي عقیدوي سیستمونو سره پوره په تضاد کې دی، بشري ټولنې ته داسینه ډبولې چې دهر ډول خوښۍ ضمانت يې کوي. له بده مرغه له غربي ښکېلاک سره جوخت همدغه فکر زموږ په ځوان قشر کې هم د لویدیځو په مکتبونو روزل شویو مفکرینو دود کړ. ځينې ځوانان په پوره بې پروايۍ په پوره ډاډ وايي چې، دوی پر ډيموکراسي باور لري؛ دا جمله دوی ته د خپل زړه غږ ښکاري او دې جملې ته دویلو فضا؛ دوی د بیان ازادي بولي، چې په دې فضا کې د دې جملې له فکري ماهیت سره، ټکر لرونکي فکرونه نشي بیانېدلای.
دغه فکري سیستم چې آن د زوکړې پر ځای کې يې هم په څو پېړیو کې خوندوره پایله نه ده ورکړي، په افغاني ټولنه کې د خپلو پلویانو د بې درېغه تبلیغاتو پرمټ خورا وړاندې لاړ او ډېر فکرونه يې محاصره کړل. سره له دې چې وتلی عالم ابوالحسن ندوی يې معاصر ارتداد او سید قطب يې معاصر جاهلیت بولي؛ خو نويو ډیموکراټيکو فکري ځوانانوته دغه جملې د یو تنګ نظري فکر زېږنده برېښي، دوی دا ډول نظرونه دنړیوالتوب په وړاندې ګواښونه ګڼي، دوی پرلپسې وايي چې نړۍ په یوه کلي بدلېدونکې ده او دیو کلي لپاره د خوشاله ژوند په مؤخه،  باید یو فکر ولرو، چې په دې کلي کې جنجال جوړ نشي او څوک چاته د ملامتۍ ګوته ونه نیسي، د دوي په نظر د دې فکر د لرلو لپاره باید دیني مسائل د یو چا شخصي خو برعکس ډيموکراټيک افکار  ټولنیز مسوولیت وبولو؛ دوی پخپلو لیکنو، شعرونو او د دريځ په سر په ویناوو کې پرلپسې دا تبلیغوي چې موږ به هلته د نړۍ له متمدن (!) ژوند سره غاړه غړۍ شو، چې د اسلام زنده باد! پرځای یو ډیموکراټیک، متمدن(!) او روڼ اندی (!) شعار ولرو.

فردي ازادي چې یو مهم ډیموکراټيک اصل دی، د ډیموکراټانو په نظر دغه اصل کولای شي چې زموږ بې ګټې(!) مسوولیتونه کم کړي او له ډېرو تاویلو مایول خلاص او یو لوی متمدن(!) نظر ولرو، دوی داسې انګېرې چې یو چاته د لمونځ کولو زارۍ کوي او هغه د جنت په خوښیو او د دوزخ په عذابونو ویروي، تر دې دا ښه ده چې هغه خپل کار وکړي او ته د دې نصیحت او زارۍ پرځای دغه وخت په یوبل څه مصرف کړي. د فردي ازادۍ په منلو سره مهم اسلامي اصل ـ په نیکیو امر او له بدیو منع ـ تر پښو لاندې کېږي او ټولنه ورو ـ ورو د تباهۍ کندې ته ورټېل وهل کېږي. د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د اخري پیغمبر په توګه راتلل هم همدا مانا لري چې د دې ستر رهبر صلی الله علیه وسلم په امت کې به داسې ډله هرو ـ مرو وي چې د دې دين دپایښت لپاره به هڅې کوي، وعظونه به کوي، په نیکیو به امر کوي او له بدیو به منع کوي. که چېرته له دې امته دا ستر پیغمبري خصلت واخیستل شي، نوپه ډېر نږدې راتلونکې کې به دا ټولنه ګډوډه او څه وخت وروسته په پوره ډول ګمراه ټولنه وي.

د ډیموکراټانو له نظره فردي ازادي ځکه مهمه ده چې د دې ازادي مقید کول د شخص په شخصي حریم تېری دی او دا ښه کار نه دی، دوی داسې انګېري چې د شخص شخصي بې لارۍ ځکه ټولنې ته تاوان نه رسوي چې هغه بې لاري په ده پورې محدوده ده او همدارنګه يې په ټولنه کې یو روښانه(!) ډيموکراټيک اصول شته، چې د ټولنیزو ښېګړو ضمانت کوي. خو دوی په لوی لاس خپل پلویان او لارویان په تیارو ورننباسي او له دې ستر، دیني، ټولنپوهنیز او ارواپوهنیز اصله مخ اړوي چې چاپیریال په فرد بې اغېزې نه دی، دا چې فرد چاپیریال جوړوي، که چاپیریال فرد، د ځينو ټولنپوهانو ترمنځ لانجمنه مسئله ده، خو په هر صورت دا یو منل شوی واقعیت دی چې یو انسان دخپل چاپیریال په تاثراتو کې رالوېېږي، چې په يوه ټولنه کې د ډیموکراټانو له لوري د ډيموکراسي تحکم هم پر همدې مؤخه کېږي چې یو څو افراد يې هسې نمونه يې یا هم باوري ومني، ترڅو پو نورو اغېزه وکړي او په پایله کې یوه ټولنه بشپړه ډیموکراټه ټولنه شي. ځکه خو د یوفرد جرم، هیڅکله په یوشخص پورې محدود اوپه ټولنه کې بې اغېزې نه پاتې کېږي، فرضاً سره له دې چې ډيموکراسي په ټوله مانا یوه پوچه او دانساني تباهۍ مفکوره ده، خو موږ يې دهمدې اصل ـ فردي ازادۍ ـ څخه دغه مثال را اخلو چې زموږ په ټولنه کې چې تر یو بریده په ښاري ماحول کې ډیموکراسي حاکمه ده، یو څوک په نېکر کې په بازار کې ګرځي، د ډيموکراسي د اصل له مخې ته دې ځوان ته دانشې ویلای، چې تر ګونډو پورته دې عورت ښکارېږي او باید پټ يې کړې، ځکه چې ډیموکراسي وايي چې تر څو چې یو شخص ستا ازادۍته تاوان نه وي رسولی، ته د هغه په شخصي محدوده کې په هغه د نیوکې واک نه لرې، د ډيموکراټيکو ارزښتونو له مخې دې ځوان هيڅ بد اخلاقي نه ده کړې، بلکې ښه يې لا دا کړي چې دخپل غریضې  څرګندونه يې کړې او د ځینو دیني او ټولنیزو بندښتونو په خاطر يې پخپل ځان تکلیف نه دی تېر کړی. که څه هم دا یوه تقریباً وړه مسئله ده، خو د دې شخص په دې وړه فردي تېروتنه څو ټولنیز زیانونه رامنځته کېږي:

۱ـ د دې شخص په لېدو، نور اشخاص هم د هغه پېښې کوي، ځکه چې په ټولنه کې د ـ په نیکیو امر او له بدیو منع ـ مهم اصل د دې ډیموکراټيک ارزښت په وړاندې چوپه خوله دی او نور اشخاص د دې شخص د دې کړنې د تللو لپاره کومه معیاري تله نه لري.
۲ـ دا شخص د ډیموکراسي په دې مهم اصل کې دننه، له ډيموکراټیکو ارزښتونو سر غړولی، ځکه چې ډیموکراسي د بل شخص د اذیت واک نه ورکوي، خو دی په دې کړنه ځینې نور اشخاص چې دا عمل ښه نه بولي، ځوروي.
۳ـ  دې شخص د دې پر ځای چې پخپل فکر کار وکړي، د ورپېچکارې شوې مفکورې ـ ډیموکراسي ـ په اساس دا کار کوي، چې دا پخپله د ډيموکراسي له لوري د یو شخص په فکري حریم تېر دی.
او…

د دې لپاره چې په دې یو موټي خاوره او یو څو هډوکو واړه وجود، د وړې خدايۍ له دعوې کولو خپل راتلونکو نسل وساتو، د اسلامي فکر خپراوي ته باید د خپل لوی مسوولیت په توګه وګورو، پر دې سربېره د اسلام ضد افکارو مطالعه او د هغوی زرګونه نیمګړیتاوې روښانه کړو. سره له دې چې ډیموکراټ مفکرین پخپل دې فکري سیستم کې زرګونه نیمګړتیاوې او ګڼ ټولنیز زیانونه ویني، خو د دې لپاره چې خپل مقابل لوری ـ اسلام ـ کمزوری یا هم له منځه یوسي، خپل دغه عیبجن، نیمګړی او تاواني فکري سیستم ته دومره باد ورکوي چې زموږ پر ړندو پېښه کوونکو ځوانانو يې د یو بشپړ، خوندي او له هوسايي ډک نظام په توګه ومني.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x