افغانستان

بانکي مون: نوماندان دې سره جوړ شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د ملګرو ملتو سرمنشي په خپله خپره کړې اعلاميه کې په افغان نوماندانو غږ کړی دی، چې دوی دې د یو ګډ حکومت پر اساس جوړجاړي ته سره ورسېږي.

د ملګرو ملتو د ویاند له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټرعبدالله عبدالله دې د چنګاښ د یووېشتمې له ژمنو سره سم په یوه ګډ حکومت سره جوړ او خپلو ژمنو دې عمل وکړي.

د بانکي مون له قوله په افغانستان کې له روانو حالاتو سره د مبارزې په خاطر یو واقعي ګډ حکومت ته اړتیا ده چې د دې حکومت ګډونوال کولای شي، افغانستان له بحران وساتي.

دا په داسې حال کې دی چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډله لا هم د ټاکنو د پایلو د «نه منلو» ټینګار کوي.

که څه هم د چنګاښ په یوویشتمه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېرې په قضاوت داوړو لوریو د هغه پرېکړه ومنله او ژمنه يې سره وکړه چې دوی به ټولې رايې له سره څېړې او له هغه وروسته به په ګډ حکومت سره یو ځای کېږي.

تېره ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولینو خبر ورکړ چې د ځینو فني ستونزو له حل وروسته به پایلې اعلان کړي، د ټاکنو دخپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني په پوره ټینګار وویل چې که څوک پایلې مني او کنه؛ دوی به يې اعلان کړي.

په داسې حال کې ډاکټر عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ پخپل مطبوعاتي کنفرانس کې د ټاکنو کمیسیون په خیانت اود درغلیو په نه افشا تورن کړ.

په ورته وخت پرون هم د «د شهید اوونۍ» په مراسمو ولسمشر حامد کرزي دواړه نوماندان جوړجاړي ته راوبلل،  په دغو مراسمو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د پلویانو له لوري د ډاکټر اشرف غني احمدزي پلوی او پخوانی جهادي شخصیت صبغت الله مجددي خبرو ته پرې نښودل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x