نړۍ

د احتجاجي ناستو له امله د شمالي وزيرستان مهاجرين په تش ميدان پاتې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۹مه،۱۳۹۳ل): د پاکستان قبايلي سيمې شمالي وزيرستان هغه مهاجرین، چې د پوځي عملياتو له امله بې کوره شوي، مخکې هم ګڼو ستونزو سره لاس و ګريوان وو، مګر د عمران خان او طاهرالقادري په مشرۍ د پيل شوو احتجاجي ناستو له امله د خيبر پښتونخوا د ايالتي او مرکزي حکومت ټول پام د شمالي وزيرستان د خلکو پر ځای د سياسي اړي ګړي پلو شوې ده.

د شمالي وزيرستان د بې کوره شويو وګړو يو قومي مشر نثارعلي دوړ وايي، چې حکومت شمالي وزيرستان کې د دوی په سيمو کې پوځي عمليات پیل کړي او لکونو وزيرستانيانو د نوموړو عملياتو له امله خپل کورونه پريښي، مګر ايالتي او مرکزي حکومتونو دواړو پام د شمالي وزيرستان د کډوالو پر ځای د سياسي احتجاجي ناستو طرف ته اوښتې ده او د شمالي وزيرستان خلک د خيبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې بې ياره و مددګاره پراته دي.

نثار علي دوړ وايي، چې دوی ته خوراکي او ځينې نور مواد ورکول کيږي، مګر له دوو مياشتې راهيسې مياشتنۍ پيسې نه دي ورکول شوي.

مرکزي حکومت اعلان کړی و، چې د شمالي وزيرستان بې کوره شويو خلکو هرې کورنۍ ته به د مياشتې ۱۲ زره کلدارې ورکوي.

همدارنګه د خيبرپښتونخوا او پنجاب ايالتي حکومتونو هم د اوو او درې زرو روپيو د مياشتنۍ مرستو اعلان کړی و، مګر له دوو مياشتو راهيسې دوی ته دغه پیسې نه دي ورکول شوي.

د خيبرپښتونخوا د بېړنيو مرستو د ادارې يو مشر پروېزخان رسنيو ته ويلي، چې د يوې اوونۍ په ترڅ کې به د شمالي وزيرستان کډوالو ته د دوی مياشتنۍ پيسې ورکړای شي.

د خيبرپښتونخوا دولتي چارواکي وايي، چې د شمالي وزيرستان مهاجرينو لپاره تر اوسه هيڅ نغدې پيسې نه دي ځانګړې شوي، ځکه چې د خيبرپښتونخوا د اعلی وزير په ګډون د کابينې ټول غړي د عمران خان په مشرۍ اسلام اباد کې احتجاجي ناستو کې بوخت دي.

د يادونې وړ ده، چې د يوې مياشتې راهيسې چې اسلام اباد کې د ازشريف پر ضد احتجاجي ناستې پيل شوي، خيبرپښتونخوا ايالت کې حکومتي چارې په ټپه ولاړې دي او ټول حکومتي چارواکي د عمران خان د خوښۍ لپاره اسلام اباد کې احتجاجي ناستو کې بوخت دي.

د شمالي وزيرستان بې کوره شوي مهاجر وايي، چې د حکومت د بې کوره شويو خلکو لپاره د يوې ځانګړې کړنلارې او پلان پرته شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل کړي او تر اوسه د دغو عملياتو له امله له لس لکو زيات خلک بې کوره شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x