افغانستان

پر بګرام توغندیز برید ګڼو بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): تېر ماخستن د بګرام په هوايي اډه باندې درې توغندي توغول شوي ، چې له لسو ډېرو امریکايي عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې د دوی ملګرو تېره شپه شاوخوا اته بجې د بګرام په هوايي اډه توغندي توغولي چې له امله يې پر ځاني زیان سربېره دروند مالي زیان هم اړولی دی.

د طالبانو ویاند رسنیو ته په لېږلې خبر پاڼه کې زیاته کړې، چې د دوی ملګرو تېره شپه په بګرام هوايي اډه درې توغندي توغولي. خبر پاڼه کاږي: «په هوايي اډه تېره شپه ماخستن ۸ بجې ميزايل وار شول چې د يرغلګرو په هستوګنځای او د الوتکو په تمځای کې ولګېدل.»

ذبیح الله مجاهد د عیني شاهدانو له قوله دعوه کړې، چې په دې برید کې يې یوولسو تنو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده، چې له برید وروسته په اډه کې موجود روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادې خبرپاڼې له مخې دریو توغول شويو توغندیو نه يې یو هم په اډه کې د ولاړو الوتکو په منځ کې لګېدلی دی، چې دروند مالي زیان يې اړولی دی.

په پروان ولایت کې د بګرام په هوايي اډه په داسې حال کې دغه توغندیز برید ترسره کېږي، چې د دې ولایت په کوه ساپی ولسوالي کې هم د ګډو ځواکونو په یوه پنډغالي د برید خبر ورکړل شوی دی.

ویل کېږي چې د کوه ساپي په انګور دره سیمه کې د ګډو ځواکونو په پنډغالي تېر ماښام دوه توغندي توغول شوي دي. چې مسوولیت يې طالبانو په غاړه اخیستی، خو د تلفاتو اړوند يې ویلي دي چې دقیق معلومات نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx