ادبي لیکني

د کېږدۍ ادبي دبهیر اونیز راپور

راپور: رحمت الله حکیمي

له ښه مرغه کېږدۍ ادبي بهیر پرانیستې ناسته دروان لمریز کال دوږي په شپږمه دجمعې مبارکې ورځې په نهو بجودپکتیکا پوهنتون په انګړ کې تر سره کړه ، ویاندحمیدالله حمیم دمشرمېلمه څوکۍ ته استاد پوهیالۍ فدامحمد محمدي او دکوربه په حیث ګل محمد نوید سحر راوغوښتل ، ناسته دصدیق الله روان لخوا دکلام الله مجید په مبارکو ایاتونو پیل شوه  د ادبي درس لپاره رحمت الله حکیمي دريځ ته وغوښتل شو د ( ښکلا څه ته وایي ؟ ) تر سرلیک لاندې ادبي درس ګډونوالوته وړاندې کړ، ښاغلی حکیمي  په ښکلا ، دښکلا په ډولونو اوپه هنري ښکلا خبرې وکړي ، ټولو په یوه خوله ادبي درس ښه وګڼو او په ښکلا یې پریمانه خبرې وکړې ددې سربیره ښاغلي حکیمي دګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل .

دکره کتنې دبرخې لپاره ښاغلي شېرمحمد مهد دخپل غزل سره دریځ ته وغوښتل شو دغزل مطلع په لاندې ډول وه :

دیوسف دسترګو خوب یې ستا تعبیرته ضرورت دی

ته چې نه یې په هجران کې ستا تصویر ته ضرورت دی

دغزل مطلع ټولو دژورې تلمیح په کارولو خوږه وګڼله ، حکیمي صیب یادونه وکړه چې بله خوبي دټول غزل داهم ده ، چې تر ډېره بریده د قافیې کلمې  څپیز سمون هم لري خو ښاغلي سمون یار دغزل ردیف کلیشه یې وګڼو دویم بیت داسې ؤ:

چې تر ګل ګل مخ دې تورې زلفې تاودي کیسه داده

دهنداونو دلښکرو خو کشمیرته ضرورت دی

حکیمي دنوموړي بیت ترکیبونه دحمزه ددې بیت ( ځیر دې یم زلفو ته دمخ په تمه ـــــ  زه دهندانو نه کشمیر غواړم )   په اقتباس وګڼل خو مهد صیب یادونه وکړه چې حمزه صیب دزلفو او کشمیر خبره کړې زه کشمیر دهندحق بولم په مفهومي جوړښت کې دحمزه بابا دبیت سره توپیر لري ، وار په وار ټولو دغزل بیتونودښه ګڼلو سلسلې دریم بیت ته ورسوو چې په لاندې ډول وو:

ښکلی مخ دې ګل ورینې سلطنت دغزنوي دی

پرتندي دې دایاز غوندې وزیر ته ضرورت دی

ښاغلي سمون یار په پورته بیت کې ژورې نازکخیالۍ ته اشاره وکړه  ، حکیمي بیا په بیت کې استعاري جوړښت خوندور وګڼو  ، ښاغلي استاد فدامحمد محمدي ایاز دولسي کیسوله مخې راوپېژندو ، دکره کتنې لړۍ څلورم بیت ته وغزول شوه

چې حاکم له خپله حکمه هم دفاع کولای نشي

دغلام نظام په مخ کې خو تحقیر ته ضرورت دی

حکیمي صیب یادونه وکړه چې په بیت کې خبره ډېره بربنډه شوې ، الفت صیب وایي که خبره څومره پټه وي ښه ښکاري ځکه دخبرې کلمه هم مونثه ده که لومړۍ نیم بیتي داسې وای لا به ښکلی شوی وو

(چې حاکم دخپلواکۍپه پوله هېڅ درېدای نشې  ) دکره کتنې په وروستیو کې مهد صیب وویل که داسې شوې وي اشتقاقي ترکیب ته به زیان رسیدلای وو ، دغزل ټول بیتونه ښه وو خو دلیکدود له اړخه دمردۍ په کلمه په شپږم بیت کې پریمانه خبرې وشوې چې داسې ؤ

لاسنیوی درڅخه کړمه مردۍ ته یم راغلی

واه جانان ستا په څېر مې يوه پیر ته ضرورت دی

میر حسن ، حکیمي او ښاغلي محمد انور یادونه وکړه چې مردۍ دمېړانې مفهوم لري او دشاعر هدف مریدي ده یا دونه وشوه که لفظ پښتو وي د ( واو ) توری غواړي که نه وي نه یي غواړي خو په وروستو کې مهد یادونه وکړه چې پارسي لفظ دی اود یوې یې پاتې کېدولو بښنه یې وغوښته ، ښاغلي عبدالرازق او سمون یار وویل چې په ځینو ځایو کې ښاغلي مهد عربي کلمې راوړي که په پښتو کې ورته معادل توری ولرو بایدهغه راوړل شي ، خو ښاغلي محمد انور بیا وویل چې که په اوښتي شکل کې یې په معنا کې تغیر راشي ښه به دا وي چې په خپل شکل پاتې شي او که تغیر نه په کې  راځي ښه داده چې په پښتو کې اوښتی شکل ومنو او دښاغلي سمون یار ددې  ادعا په ترڅ کې چې معناباید مانا ولیکل شي  ټولو ګډونوالو دلغت په ریښه خبرې وکړي که د ( ع ) توری تر ې لرې شې کیدای شي چې مفهوم ورک کړي ، دکره کتنې دخوندوروشېبو په لړ کې ښاغلي حمیدالله حمیم دغزل لیکوال ښاغلی شیر محمد مهد دریځ ته راوغښتو د ټولو نه یې کورودانۍ وکړو او زیاته یې کړه چې کره کتنه په کوم مفهوم چې ده په همغه ترسره شوه دویاند لخوادکېږدۍ خوندورو ټپو دمشاعرې دپړاو ور پرانیستو نوید سحر ،عبدالرازق   او ګڼو شاعرانو خپل خواږه شعرونه وویل په  پای کې ناسته دښاغلي حکیمي لخوا وارزول شوه ، یادونه یې وکړه چې په راتلونکې کې به کیږدۍ ادبي بهیر دخپلې کړنلارې مطابقت ناستې پرمخ بیایې ، زیاته یې کړه چې که په دغه ناسته کې دمناثرې لړۍ پیل شي دپښتو دنثر خوابه هم دبډاینې په لور قدمونه واخلي  ټولو ته یې په هرکلي ویلو سره  ، دژمنو کسانو غوښتنه یې وکړه ، دراتلونکې اونۍ دپاره دلنډیو په تاریخي قدامت باندې دادبي درس موضوع ښاغلي شیرمحمد مهد ته او دکره کتنې دپاره دنثر رراوړلو ژمنه عبدالرازق بېنوا وکړه ، ناسته په ټولیزه دعاویلو سره پای ته ورسیده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x