شعـــــرونه

د ازادۍ سبا!

استاد فضل ولي ناګار

جهاد روښانه خط د پیغمبر دی، ځئ چي ځو!
د خدای  د ازمویني خور ډګردی، ځئ چي ځو!

 ماشوم د بخارا به ترڅو پټ لولي قرآن
مؤمن ته بس همدا زنګ د خطردی، ځئ چي ځو!

 را ښوري په تعقیب دي منځنۍ اسیا بیا
تکبیرکي دي غیبي غوندي اثردی، ځئ چي ځو!

 افغانه! په شانه ځې، خو چي ونه خورې تیندک
حساب د ګرد اسلام نن ستا په سردی، ځئ چي ځو!

 د بدر مېلمانه نه دي ختلي بیا اسمان ته
ملاتړدي د ملکو لوی لښکردی، ځئ چي ځو!

 ژوندی چي دی خښ شوی د هغه شهید بچی
له خدایه! پس یې ستاپه لورنظردی، ځئ چي ځو!

 هرګام د ي زېږوي له رعبه ډکي هنګامې
ماڼیو کي د کفر شوروشردی، ځئ چي ځو!

 دا ستا د شومه دم نوراني کرښي د مرمۍ
د لیکوسپېدو شاته سپین سهردی، ځئ چي ځو!

 ختیځ کړي په «لویدیځ چاقو» پرېشن د خپل ناسور
حیران د شرم داغ ته لروبردی، ځئ چي ځو!

 پرمخ ځئ شاه زلمو! د ځمکي راکاږئ تناب
محشرپه هدیره کي د قیصردی، ځئ چي ځو!

 ناګاره! په غزل څاره افق دې د هیواد
په څرک د آزادۍ د سبا لمردی، ځئ چي ځو!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x