افغانستان

زابل: «د پغمان تېريګر دې اعدام شي!»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار د زابل ولایت په کلات ښار کې لسګونو لاریونکوونکو له دولتي مسوولو ارګانونو وغوښتل چې د پغمان د پېښې عاملین دې عدام شي.

سره له دې چې څو ورځې وړاندې د افغانستان سترې محکمې په لومړۍ محاکمه کې د پغمان د پېښې په تړاو نیول شوي اووه تنه په اعدام محکوم کړل، خو عام وګړي وېره لري چې په سیاسي ناندریزو حالاتوکې نورې محاکمې ورسره پټ جوړجاړی ترسره نه کړي.
په زابل کې لاریون کوونکو له دولتي قضايي ارګانونو په کلکه وغوښتل چې دغه عاملین دې اعدام شي او که چېرته اعدام نشي، دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

لاریون کوونکو د لاریون په پای کې یو پرېکړه ولوست چې پکې د پېښې غندنه او د عاملینو د اعدام غوښتنه شوې وه.

له بله اړخه د بشري حقونو نړیوال څارونکي (HRW) د سترې محکمې د ابتدایه محاکمې پرېکړه نیمګړې بللې ده او ویلي يې دي چې دا د سیاسي فشارونو له امله شوې ده.

د دوی له قوله د ابتدایه محاکمې پرېکړه د سیاسي فشارونو په پایله کې شوې ده چې باید نیمګړې وبلل شي.

یاده دې وي چې د زمري دمیاشتې په یودېرشمه نېټه یوې ډلې ځوانانو چې دولتي وسایل، د پولیسو جامې په تن او وسلې ورسره وي، د یوې کورنۍ په څلورو مېرمنو ډله ییز جنسي تېري وکړل.

ځينې سیاسي مبصرین پر دې اند دي چې له دې تېرېګرو سره د لوړپوړو دولتي مسوولین کلکه همکاري موجوده وه، د دوی په خبره دا دمافیايي کړیو یو دود دی چې کله غواړي ځان ډېر پاک معرفي کړي خپل ځينې راز نه ساتونکي ملګري په دې ډول له منځه وړي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې جنرال نظیفه ذکي وايي چې دلته مجرمین تر ولسمشره پورې ملاتړي لري. هغې له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل:
«که دولت مجرمینو ته داسې جزا ورکولای لکه طالبانو چې ورکوله، نو نن به جرمونه په دغې کچې نه ترسره کیدل.
زه د طالبانو هغه کار تاییدوم چې جنایتکارانو ته یې سزا ورکوله، د کور دروازې به پرانیستې وې خو هیڅ چا کور ته د ننوتلو جرئت نه شو کولای او نه چا د غلا جرئت کولای شو.»

تر اوسه نه ده څرګنده چې د دې پېښې د عاملینو بله محاکمه به کله کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x