fbpx

اوباما د افغانستان او عراق تر منځ سربداله سو

obamaباراک اوباما پرون دوه واره د عراق پر ځای د افغانستان نوم واخیستی، اوباما چې په یوتیوب کې دامریکایی اولس سوالونو ته جوابونه ورکول، د عراق په اړه یې خبري کولي، وې ویل چې مونږ به د روان کال 2011 په اخیر کې خپل ټوله فوځونه د افغانستان څخه وباسو، او داچې هلته په افغانستان کې جنګي عملیات نور ختم سوي، حال داچې دا سی په عراق کي پيښ سوی او د هغه ځایه به دوی خپل عسکر باسي.

د سی ان ان تلویزون ویلي چې کیدای سی وروسته د اوباما خپلي دغه غلطی ته پام سوی وي، نو ځکه یې وویل چې په افغانستان کې مونږ امنیتی مسولیتونه کرار کرار افغانی امنیتی ادارو ته سپارو، او په کال 2014 به دا لړی پوره سوي وي، او داچې ددوی عسکر به دروان کال د جولای د میاشتي څخه د عسکرو ایستل پیل کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د