افغانستان

پکتیکا: د ملي اردو شپږو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالي کې د طالبانو او ملي اردو ترمنځ په نښته کې د ملي اردو شپږو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.

دغه برید چې نن سهار د مټاخان ولسوالي په مرجان نومي سیمه کې وشو، د ملي اردو څلور عسکر وژل شوي او دوه نور مرګوني ټپیان دي.

ویل کېږي چې طالبانو په یاده سیمه کې د ملي اردو په پلي ګزمه برید وکړ، چې درې ساعته يې دوام وکړ.

د پېښې د عیني شاهدانو له قوله طالبانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د ښرنې دملکي روغتون یو ډاکټر هم د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې روغتون ته د ملی اردو د څلورو تنو جسدونه او یو ټپي ور وړل شوی دی.

وسله والو طالبانو د دې پېښې اړوند رسماً څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم د د دې ولایت په جانخېل ولسوالي وسله والو طالبانو دوه اربکیان وژلي او موټرسایکل له ځان سره بیولی دی.

د پکتیکا ځايي چارواکو د دواړو پېښو اړوند تراوسه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x