افغانستان

سرپل: کوهستان کې درې ورځېنۍ جګړې زور اخېستی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): سرپل ولایت کې د تېرو ۳ ورځو راهیسې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ سختې نښتې روانې دي چې نن سهار راهیسې یې زور اخېستی دی.

د سرپل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په کوهستان ولسوالۍ کې يې له تېرو څو ورځو راهیسې «تصفیوي عملیات» پیل کړي دي.

همدا راز طالبان هم مني چې په کوهستان ولسوالۍ کې يې د دولتي عسکرو سره سختې نښتې کړي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې د کوهستان ولسوالۍ په قرغیو سیمه کې یې له څو ورځو راپدیخوا له هغو دولتي عسکرو سره چې د دوی د «تحرکاتو د ځپلو په موخه» سیمې ته ورغلي وو، جګړه کړې ده.

طالب ویاند زیاتوي چې په برید کې تر دې مهاله (کابل پر وخت د غرمې ۲ بجې) ۲۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په عین حال کې د سرپل ولایت د امنیه قومندانۍ آمر او سرپرست سمونوال سخي داد حیدري وايي چې دوی ته داسې راپورونو ورکړل شوي و چې په کوهستان ولسوالۍ کې طالبان راټول شوي وو او غوښتل يې په «تخریبي» فعالیتونه لاس پورې کړي.

نوموړي زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد تصفیوي عملیات پیل کړي. حیدري وايي چې په عملیاتو کې اربکیان، د نظم عامه پولیس، ملي پولیس او ملي اردو ګډون کړی دی.

حیدري وايي چې په نښتو کې ۲ اربکیان، یو عسکر او د نظم عامه پولیس ټپي شوي دي.

نوموړی همدا راز د ۹ طالبانو د وژنې او ۱۳ د ټپي کېدنې ادعا هم کوي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې دوی له دولت څخه ۷ رینجر موټر او یوه لویه کوډان مخابره نېولې ده.

نوموړي زیاتوي چې جګړه لا هم په شدت سره روانه ده او له رسنیو سره به نور جزییات وروسته شریک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x