ارشیف

کونړ: د بهرنیو ځواکونو په بمباري کې د ملکي وګړو د مرګ ـ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالي په باډېل دره کې د بهرنیو ځواکونو له لوري په شوې بمبارۍ کې د ملکي وګړو د مرګ ـ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شوه.

په لومړنیو راپورونو کې راغلي وو، چې په یاده سیمه کې د تېرې شپې په بمباري کې د ګڼو ماشومانو په ګډون دوولس تنه شهیدان شوي دي.

د تازه رارسېدلو راپورونو له مخې په دې بمباري کې څوارلس تنه شهیدان او دیارلس تنه نور ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت والي شجاع الملک جلاله هم مني چې تېره ورځ ګډو ځواکونو په باډېل دره کې د طالبانو د له منځه وړلو په مؤخه عملیات کړي دي او د امریکایانو په هوايي بمباري کې ملکي وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ د والي په خبره په دې بمباریو کې لس تنه عام وګړي شهیدان او دوولس نور ټپیان شوي دي.

په کونړ کې د اسعد اباد مرکزي روغتون مسوولین هم وايي چې دوی ته د پېښ له ځایه د دریو مېرمنو په ګډون اته تنه ټپیان وړل شوي دي.

په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر وايي چې د دوی ځواکونو په یاده سیمه کې په هوايي برید کې یو طالب له منځه وړی او له ملکي تلفاتو بې خبري ښيي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې په یاده سیمه کې د دوی ملګرو ته زیان نه دی اوښتی، بلکې برعکس د دوی کاري ګوازرونو ګډ ځواکونه په غوسه کړي دي او هغوی له عامو وګړیو خپل غچ اخیستی دی.

مجاهد په بهرنیو ځواکونو غږ کړی چې د دوی دا ډول چلند د دوی «وحشي» څېره لا را بربنډوي: «له بې دفاع ملکي خلکو څخه د کسات اخيستل او په هغو بریدونه کول هيڅکله هم تاسو خپلو شومو هيلوته نشي رسولي، بلکې ستاسو مکاره او وحشيانه څيره نوره هم بربنډوي، تاسو بې له دې چې د ننګياليو له دې ټاټوبي څخه په ټيټ سر وتښتئ او د ابد لپاره عبرت واخلئ بله هيڅ لاره او چانس نه لري.»

دا په داسې حال کې دی چې د یوناما له لوري د ملکي تلفاتو په کلني راپور کې ډېری وخت د ملکي تلقاتو ډېره ګڼه طالبانو ته متوجه وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د