په کال 2030 کې به د نړي څلورمه حصه مسلمانان وي

muslim_kids_prayingڅیړنه وایی چې د مسلمانانو عدد به 3.8 ملیارده ته ورسیږی

نن ټکی آسیا

پرون (بیو) څیړونکي اداري په واشنټن کې یوه څیړنه خپره کړې چې وایی د مسلمانانو د زیاتوالي کچه د نورو په نسبت یوه په دوه ده، او په کال 2030 کې به د نړي څلرمه حصه مسلمان وی، او دا چې په اوس وخت کې مسلمانان په نړی کې پنځمه حصه دی.

دغه څیړنه چې نوم یی دی (په نړی کې د مسلمانانو د نفوسو مستقبل) چې د مسلمانانو د زیاتوب کچه به 1.5 فیصده وي، او د نورو 0.7 فیصده، او دا چې په کال 2030 کې به مسلمانان د نفوسو شمیر به د نورو په نسبت 26.4 فیصده ته ورسیږی، او شمېره به یې 3.8 ملیارده ته، او به هغه وخت کې به د نړی د نفوسو شمېر 8.3 ملیارد ته ورسیږی.
په اوسنی وخت کې د نړی د نفوسو شمیره 6.9 ملیارد ده چې د ددغو څخه مسلمانان 23.4 فیصده جوړوي.
ددغي اداري مدیر لویس لوغو ویلي چې دوی په تیر کال هم ورته یو رپورټ خپور کړی وو چې په هغه کې دا واضحه شوې وه چې د د مسلمانانو اوسنی شمېر 1،57 ملیارد دی، او دا هغه مخکني شمیرنی باطلی کړې چې ویل یی د مسلمانانو شمیر یو ملیارد او ربع دی، بلکی دا ثابته سول چې تر یو ملیارد او نیم هم زیات دی.
دغه څیړني نور ویلي چې په نړی کې به د مسلمانانو اوسنی انتشار نور هم زیات سی، او هغه هیوادونه چې لږ تر لږه یو ملیون مسلمانان ژوند په کښي کوی، د 72 هیوادو څخه به 79 هیوادو ته ورسیږي، او داچې اوس هم داسی یو هیواد پاته نه دی چې هلته دی مسلمان نه وي.
څیړنه زیاته وي چې د نړی تر 60 فیصده زیات مسلمانان به د آسیا سره تعلق ولري، او پاکستان به په نړی کی د مسلمانانو د شمیر د لحاظه اولنی ملک وی، او تر انډونیشیا چې اوس اول هیواد دی مخکي سي.
او په افریقا کې به د مسلمانانو په شمیر کې نیجیریا اول هیواد سی، او تر مصر چې اوس اول دی مخکي سی.
په اوروبا کې به د مسلمانانو شمیر د زیاتوب کچه 3 فیصده ته ورسیږی، او د اوسنی شمیر چې 44.1 دی 58.2 ته پورته سی، یعنی د ټولو اوروپایانو 8 فیصده، او په بعضی هیوادو کې به 10 فیصده ته ورسیږی لکه بلجیکا چې اوسنی تعداد یې 6 فیصده دی، او فرنسا کې به 10.3 فیصده ته ورسیږی چې اوسنی تعداد یې 7.5 فیصده دی، او په سوید کې به د 5 فیصده څخه 10 فیصد ته پورته سی، او په برتاینا کې به د 4.6 فیصده څخه 8.2 ته ورسیږی، او په نمسا کې به د 6 فیصده څخه 9.3 فیصده ته ورسیږي.
څیړنه وایی چې په امریکا کې به د مسلمانانو شمیر 1.7 فیصده ته ورسیږي، او دا به ددوی شمیر تر یهودو او انجلیکانی نصرانیانو څخه زیات کړی.
ازاد څیړونکي وایی چې دغه اداره ډیر ښه مصداقیت لری په خپل مجال کې، او داچې دا څیړونکي اداره اکثره اهتمام په ادیانو او خاص بیا پر اسلامی دین زیات دی.
ددغه ادارې مدیر لویس لوغو ویلي چې دوی به په راتلونکي څو وخت کې د نورو ادیانو لکه نصرانیانو، هندوانو، سیکانو او یهودو په اړه هم ورته څیړني خپرې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د