نړۍ

کراچۍ کې د جامعه بنوريه استاد ووژل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان ستر سوداګريز ښار او د سند ايالت مرکز کراچۍ کې د کراچۍ پوهنتون او جامعه بنوريه مدرسې استاد مولانا مسعود د نا څرګندو وسله والو لخوا ووژل شو.

راپورونه وايي، چې مولانا مسعود له پوهنتنونه کور ته روان و، چې ناظم اباد سيمه کې پرې ناڅرګندو وسله والو ډزې وکړې.

د ځايي چارواکو له قوله، چې مولانا مسعود د ډزو له امله ټپي شو او روغتون په لاره يې ساه ورکړه.

ويل کيږي، چې د مولانا مسعود له وژنې وروسته د کراچۍ حالات ترينګلي ښکاري او د لويو مظاهرو او تاوتريخوالي خطر موجود دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x