په مصر کې 40 فیصده ښځي خپل مړونه وهي

نن ټکی آسیا: د مصر یو وتلي ورځپاڼی الاهرام په خپل ننی ګڼه کې ویلي چې څلویښت فیصده مصري ښځي خپل مړونو ته وهل ټکول ورکوي.

دا څیړنه چې د یو اجتماعي څیړونکي یو موسسي کړه ویلي چې په دغو ښځو کې اکثریت د هغو ښځو دی چۍ په د مصر په غټو ښارو کې ژوند کوي، او عمرونه یې د 30 کلو څخه بیا تر 40 کلو پوري دی.

او څیړني نور ویلي چې 27 فیصده ددغو ښځو څخه جاروګان او نور کورني شیان په وهلو کي کار وي، او 8.5 فیصده بیا سوکان او لغتي غورځوي، او څلور فیصده بیا دپورتني دواړو طریقو څخه کار اخلي.

څیړنه وایی چې د میړه له خوا د ښځی سره بد چلند، د ماشومانو پر تربیت، مالي چاري او د میړه له خوا ښځه د کوره په ایستلو تهدیدول ددې لامل ګرځي چې ښځه ایکشن واخلي.

ددغو ښځو څخه دریمه حصه ښځي پر خپل کار بیا وروسته د شرمندګي احساس هم نه کوي، او اکثره په دې اند دي چې دا د میړو وهل ټکول ډیره فعاله وسیله ده د کور د چلولو لپاره.

اپډیټ 2017: وروستی څېړنې ښيي چې دغه سلنه اوس مهال تر ۵۰ هم زیاته شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د