افغانستان

سیاف ایراني کړیو محاصره کړی دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د دعوت اسلامي مشر او د لومړي پړاو ټاکنو نوماند عبدرب الرسول سیاف د «شهید اوونۍ» د لمانځنې په مراسمو کې له طالبانو سره یوځای ځینې جاسوسي کړۍ هم یادې کړي او ویې ویل چې باید د جاسوسانو په وړاندې هم مبارزه وشي.

د سیاف دغه خبره په تېرو کلونو کې نه وه تکرار شوه او داسې انګېرل کېږي چې سیاف له کوم نوي ګواښ سره مخ شوی دی.

مشهور بلاګ لیکوال رزاق مامون پخپل ویبلاګ کې یو مضمون خپور کړی دی او ویلي يې دي چې عبدرب الرسول سیاف د ایراني استخباراتي کړیو په محاصره کې دی.

د نوموړي په خبره پغمان ته څېرمه ځمکې له څو کلونو راهیسې د مشکوکو کسانو له لوري پېرل کېږي او دې ډول پراخو پېرلو چې ارغندي، خوشال مېنه او ان تر پغمانه ساحه پکې رانغاړل کېږي سیاف ته اندېښنې ور پیدا کړي دي.

د یادې سرچينې په قول د عبدالستار په نامه د سیاف د کورنۍ یو غړی له کلونو راهیسې له ایراني استخباراتي کړیو سره یوځای په دې ساحو کې ځمکې پلوري او د دوی تر مخ پرې ودانۍ جوړېږي.

ویل کېږي چې عبدرب الرسول سیاف له خپلو پخوانیو توندو خبرو وروسته د خپل تګ راتګ په لاره ځینې مشکوک حرکتونه حس کړي دي او خواخوږیو يې داسې مشورې ورکړې دي، چې ښايي په نږدې وختو کې د طالبانو هدف پخپله همدی واوسي.

د رزاق مامون د لیکنې له مخې سیاف ځکه پخپلو خبرو کې طالبان او ځينې جاسوسي کړۍ یو ځای وګواښلی چې دی هم مهاله له داوړو لورو وېره لري.

د لیکوال په قول دا هم شونې ده چې داوړو ورته په ګډه د له منځه وړلو پلان جوړ کړی وي.

عبدرب الرسول سیاف چې په دولتي دستګاه کې د طالبانو په وړاندې ځان لومړی زړور مفتي بولي د سنبلې په اتلسمه د شهید اوونۍ په لمانځغونډه کې وویل چې له طالبانوسره هر ډول مرسته کوونکی له اسلامه وتلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x