دیني، سیرت او تاریخنظــر

آیا دسیاف حکومت اسلامي دی؟

لیکوال: مولوي عبدالرؤف حکمت

د سه شنبې په ورځ د احمدشاه مسعود د لمانځلو په مراسمو کې عبدالرب رسول سیاف یوځل بیا لاپه ووهله، چې دحامدکرزي په مشرۍ واکمن رژیم بشپړ اسلامي نظام دی، په وړاندې یي جګړه کول ناروا دي او کوم کسان چې ددې نظام ددفاع لپاره جنګیږي غازیان دي،یوه شپه پیره کول یي د شپیتو کالو د عبادت اجر لري ،که په دې لاره کې ووژل شي شهید دی او کوم کسان چې دواکمن رژیم له مخالفینو سره مرسته کوي هغه له اسلامه وتلي دي.

په دې بحث کې په لنډو د اسلامي حکومت جوړښت او خصوصیاتو ته اشاره کوو، او دبیا د سیاف خیلو امریکایي رژیم په همدې محک ارزوو، ترڅو د لوستونکو  لپاره دا پوښتنه حل شي چې آیا د کرزي په مشرۍ واکمن نظام واقعا اسلامي حکومت بلل کیدای شي او کنه ؟

د اسلام له نظره د اسلامي حکومت جوړول په ټولو مؤمنانو باندې فرض دي،که د مسلمانانو یوه ډله  داسلامي حکومت د احیاء هڅه وکړي،اسلامي حدود او شریعت پلی کړي،دمسلمانانو سر ، مال او عزت خوندي کړي،د فساد او فتنو مخنیوي وکړي او اسلامي حکومت ته ورلغاړې ټول شرعي مسؤلیتونه سرته ورسوي،نو په دې سره باقي مؤمنان له دې فریضي خلاصیږي او د یاد حکومت اتباع ورباندې لازمه بلل کیږي.

خو که اسلامي حکومت  موجود نه وي په مسلمانانو لازمه ده،چې د تاسیس لپاره یي هڅه وکړي، داسلامي حکومت د جوړولو او زعامت د ټاکلو لپاره باید د مسلمانانو له منځه  اهل خلک د زعیم د ټاکلو فریضه سرته ورسوي،قاضي ابویعلی رحمه الله په خپل کتاب الاحکام السلطانیة کې فرمایي :وهی فرض علی الکفایة مخاطب بها طائفتان من الناس، احدهمااهل الاجتهاد حتی یختاروا، والثانیة من یوجدفیه شرایط الامامة حتی ینتصب احدهم للامامة.

امام یا زعیم ټاکل کفایي فرض دی، چې دوه ډوله خلک یي مخاطب دي، لومړی د اجتهاد یا علم خاوندان  چي دوی زعیم غوره کړي او دوهم هغه څوک چې دامامت شرایط په کي موجود وي تردې چې دزعیم په حیث وټاکل شي.

له دې څخه معلومه  شوه چې اسلامي زعیم او زعامت ټاکل د مسلمانانو فریضه  ده چې دمسلمانانو له منځه یوه په شرایطو پوره ډله یي باید وټاکي،په افغانستان کې د فساد او تنظیمي هرج ومرج په دور کې دمسلمانانو سر ، مال او عزت له ګواښ سره مخامخ و، دطالبانو ترمشرۍ لاندې دمسلمانانو یوه ډله راپورته شوه،دخلکو سر، مال او عزت یي خوندي کړ او شریعت یي په رښتیني معنی پلی کړی، په دې سره دوی مسلمانانو ته ورلغاړې فریضه اداء کړه، وروسته همدا نظام د وخت زبده اشخاصو او علماء کرامو لخوا تائید هم شو.

د همدې شرعي نظام په مقابل کې امریکایانوله پوځي حملې وروسته د المان هیواد په بن کې  حکومت جوړ کړ،ددې حکومت نظریه ، چوکاټ او تشکیل له سره ترپایه امریکایي وه، تردې چې داسحاق ګیلاني په وینا زلمي خلیل زاد ټولو ته اعلان وکړ، چې د حکومت زعیم به پښتون وي، دکندهار به وي  ، حامدکرزی به وي او بس .

اسلامي حکومت دمسلمانانو فریضه ده او دمسلمانانو د صالحو، متقیانو او علم لرونکو اشخاصو لخوا به رامنځته کیږي،هغه  چې شریعت یي اهل الحل والعقد بولي،د سیاف رژیم  دامریکایي زلمي خلیل زاد او د بوش د ځانګړي استازي جیمز ډوبینر لخوا طرح ریزي شو، ورپسې هم د لویو جرګو په مهال د امریکا ټاکونکی رول د لمر غوندې جوت و، چې په لومړۍ جرګه کي یي ظاهرشاه له ځان کاندیدولو منع کړ، دغه راز  په دې وروستیو کې ټولو ته ښه جوته شوه،چې  دامریکا دبهرنیو چارو وزیر جان کیري د حکومت  نقشه او طرح جوړه  او په کابل کې اعلان کړه،کوم حکومت چې دتاسیس او ابتکار ویاړ یي امریکایي کفري وي هیڅکله اسلامي نه شي بلل کیدای.

د اسلامي حکومت دوهم نوم امامت کبری یا خلافت دی ، خلافت د رسول الله صلی الله علیه وسلم میراث دی، الله تعالی انسان په ځمکه کې خپل خلیفه ګرځولی، ترڅو دالله تعالی احکام پلي کړي او د فساد او فتنو مخه ونیسي، دسیاف د رژیم بنسټ په ولسواکي یا غربي دموکراسۍ دی، په دموکراسۍ کې حکومت یوازې د اکثریت خلکو د ارادې ممثل بلل کیږي،او زعیم یي دولس استازی وي، نه دالله تعالی خلیفه او دشریعت ممثل .

د الله تعالی خلافت او دخلکو استازیتوب د ځمکې او اسمان فرق لري،سیاف چې ترپرونه یي دموکراسۍ ته صریح کفر وایه نه پوهیږو په کوم مخ دا ډول په غربي فلسفه ولاړ  رژیم ته  اسلامي حکومت وایي .

اسلامي دولت باید ازاد او خپلواک وي، داسلامي شریعت او حدودو  تنفیذ په خلاص مټ وکولای شي، له نورې نړۍ سره د ولاء او براء په اساس په ټاکل کیدونکي پالیسیو کې هم باید خپلواک وي، او دکفارو له هرډول اغیز څخه باید ازاد وي.

الله تعالی فرمایي : وَلَن یَجْعَلَ اللّهُ لِلْکَافِرِینَ عَلَى الْمُؤْمِنِینَ سَبِیلاً) (141) النساء

ترجمه او له سره به ونه ګرځوي الله  لپاره د کافرانو په مؤمنانو باندې هیڅ لاره .

علامه ابن حزم ددې آیت په تشریح کې وایي : الخلافة اعظم السبیل، خلافت یا مشري تر ټولو لویه لاره ده، یعني د زعامت منصب تر ټولو مهم دی چې باید مسلمان په کې دکافر له برلاسۍ څخه خلاص وي.

حریت او ازادي ځکه د حکومتي مشر لپاره ضروري ده، ځکه شرعا چې کله څوک ازاد او په خپل ځان د بشپړ تصرف او تسلط څښتن نه وي، هغه په بل چا مشري نه شي کولای، همدا لامل دی چې په شریعت کې غلام سړی قاضي نه شي مقرر کیدلای.

د سیاف حکومت په کامله توګه دامریکایانو او نورو غربیانو تر برلاسۍ لاندې دی، د سیاف د حکومت خپل کلني عوائد شاوخوا یو میلیارد ډالر دي په داسې حال کې چې یوازې یي دپوځي ځواکونو او پولیسو کلني مصارف شپږ میلیارد ډالرو ته  اړتیا لري، دا ټول مصارف د غربي کفري رژیمونو لخوا اداء کیږي، همداسې د بودیجي د نورو عادي او انکشافي برخو داکمال  په برخه کې رژیم  یوازې د غربیانو په کومک ولاړ دی، که غربیان معاش ورنه کړي نو سیاف نه شي کولای چې حتی خپله خیټه مړه وساتي، غربیان له دې مرستې د فشار د مهمې آلې په حیث استفاده کوي، او چه څه غواړي  په کرزي  او نورو چارواکو یي مني،مثلا دارګ یو پخوانی کارکوونکی غلام ولي نوري په خپله یوه لیکنه کې دغرب د برلاسي رول  کیسه د حامدکرزي له خولې داسي کوي : څه موده وړاندي ما ته د اروپایې اتحادیې مشر ټلیفون وکړ چي د کابل امنیه قوماندان جنرال جنبش له دغي دندي لیري کړم. ما ورته وویل چي نه یې لیري کوم، ده راته وویل چي که یې لیري نه کړې موږ د پولیسو سره هغه دوه نیم سوه ملیونه ډالره ژمنه سوي پیسې نه در کوو. ما جنبش چي یو ملي او مسلکي سړی دئ لیري کړ او پر ځای مي یو غل او ټوپکسالار راوست خو افغانستان ته مي دوه نیم سوه ملیونه ډالر وګټل.

د اسلامي حکومت معنی یوازې دا نه ده چې سهار دې په راډیو کې دبرکت الله سلیم قرآت وویل شي، او یا دې د چارواکو لخوا د جمعې او اختر مراسم ولمانځل شي،که داسلامي نظام معنی یوازې همدا څو سمبولیک شعائر وي بیا خو د ډاکټر نجیب حکومت هم باید اسلامي بلل شوی وای،چې همدې برکت الله سلیم په کې قرأت وایه او هر سهار له راډیو څخه ترجمه نشریدله، اسلامي نظام یو بشپړحکومتي نظام دی، چې د نظام په دری ګونو قواوو سربیره ، داقتصاد،اخلاقو،اجتماعي اړیکو،بیان او د ژوند نورې ټولې برخې په  بر کې نیسي او خپل ټاکل شوي مقررات او قوانین ورته لري.

د اسلامي زعیم لومړنی شرعي شرط بشپړ ولایت دی ، په داسې حال کې چې په هیواد کې په لسګونو زره بهرني پوځیان،پوځي الوتکې، ټانګونه  او سلامت جنګي قطعات د څلور ستوریزو کافرو جنرالانو تر مشرۍ لاندې په فعالیت بوخت وي، د تش په نامه ولسمشر بشپړ ولایت اصلا متصور نه دی،هغه زعیم چې ترپرونه یي فزیکي امنیت د کافرو ساتونکو په لاس کې و او د نانځکې په شان یي چې کومې خواته خوښه وه له ځان سره انتقالاوو، شرعي زعیم نه شي بلل کیدای.

د سیاف د مزدور رژیم د نامشروعیت دلائل خورا زیات دي چې د مطلب د تطویل له امله ترې تیریږو ، خو په پای کې وایو راځئ د سیاف واکمن رژیم د مسؤلیتونو او کردار په هنداره کې وګورو چې او بیا فیصله وکړو چې واقعا دا نظام اسلامي دی او کنه ؟

د شریعت له نظره د اسلامي حکومت ستر اهداف او لوی مسؤلیتونه پنځه دي، چې که کوم نظام یي ترسره نه کړي مشروعیت له لاسه ورکوي او اسلامي نظام نه شي بلل کیدای :

۱  –  دمسلمانانو د دین ساتنه

۲ –  دمسلمانانو د نفس ساتنه

۳ –  د مسلمانانو دعقل ساتنه

۴  – د مسلمانانو دناموس او نسل ساتنه

۵ –  د مسلمانانو دمال ساتنه

د سیاف د رژیم د نامشروعیت بل  دلیل دادی ، چې  نه یوازې یي لوړ مسؤلیتونه ترسره کړي نه دي، بلکې په ټولو برخو کې یي زموږ اسلامي ټولنې ته  پراخ  او نه جبرانیدونکي زیانونه اړولي دي.
ددین له ساتنې څخه مطلب دادی چې  اسلامي حکومت به د مسلمانانو افکار او عقائد له دین ضد پدیدو څخه ساتي، دګمراهیو،منفي عقائدو، غلطو افکارو  او ګمراه کوونکو دعوتونو او تبلیغاتو مخه به نیسي، ترڅو دین او دخلکو سپیڅلي اسلامي عقائد خوندي پاته شي.

د سیاف د رژیم په راتګ سره په افغانستان کې دلومړي ځل لپاره  دبي دینۍ/ سکیولرزم ، نصرانیت،رافضیت،هندوییزم  او نورو غلطو عقائدو لپاره په خلاص مټ دعوتونه پیل شول،د تبشیر او نصراني کولو پروسه خو یو شمیر این جي او ګانو برالا پیل کړه، تردې چې د ۲۰۱۰ م کال د جون په پنځمه د وخت دکورنیو چارو زیر حنیف اتمر په خپله فیسبوک پاڼه اعتراف وکړ، چې په افغانستان کې ۷ کلیساوې فعالیت لري، دا په داسې حال چې تردې لس کاله وړاندې دطالبانو په مهال په افغانستان کي دعیسویانو دنه شتون  له امله کومه کلیسا فعاله نه وه ،خو ویل کیږي چې په حقیقت کې دتازه تاسیس شویو کلیساګانو شمیر تردې څو برابره زیات دی.

د سیاف درژیم په راتګ سره د افغانانو تر منځه دبي دینه کولو لپاره تبلیغات خورا زیات شول،  دخداناباوري یا آتیزم  فتنه نوي زموږ په هیواد کې پیدا شوه، چې اوس یي هم مخفي فعالیت روان دی، په دي سربیره د اسلامي نظام ،اسلامي اقدارو او اسلامي لارښوونو په خلاف پروپاګند دهغوی سپک ښودل، اوپه تروریزم سره  داسلامي تعلیماتو تورنول هم د ورځې موډ خبره وګرځیده،د سلګونو تصویري ، غږیزو او چاپي خپرونو په پیل سره هر ګبر او ترسا د خپلې عقیدې دعوت پیل کړ، او افغان ذهن ته یي دخپل منحوسو افکارو او ګروهو د پیچکارۍ پروسه په کار واچوله، چې په ترڅ کې یي زموږ ځوان نسل، تورسرو او ماشومانو ته  په فکري برخه کې سخت زیان ورسید، د سیاف په دموکراسۍ کې رالوی شوی، زموږ ځوان نسل نور هغه داحمد ، محمود او غازي اکبر اولاد نه دی،چې اسلام یي تن او روح و،د سیاف دموکراسۍ ځپلی نسل نور د موکراسۍ او غربګرایي سندرې وایي،هغه دخپلو دیني اقدارو په ځای دموکراسۍ غربي اقدارو ته ډیر وفادار دی،د هغه ذوق یوازې د هالیووډ او بالیووډ فلمي لوڅې صحنې خړوبولای شي،د هغه په ذهن کې برحق جهاد هغه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د اسلام تر ټولو لوړه څوکه وایي، خو سیاف روزلي نسل ته ترهګري،وحشت، بربریت او ظلم ښکاري .

هوکې د سیاف نظام د افغان مسلمان ملت دین ونه ساته،بلکې دعقیدې او فکر حریم یي ورمات کړ،او له اسلام پرته  بل هر کفري فکر ته یي په خلاص مټ د فعالیت زمینه سازي وکړه.
د اسلامي حکومت دوهمه دنده د خلکو دنفس یا سرونو ساتنه ده، دسیاف رژیم دنړۍ هر قاتل، بدمعاش او شرابي عسکر ته ددې فرصت ورکړ،چې دافغانانو په وینو لوبې وکړي، دیارلس کاله یي په اولس د کروزتوغندیو، کلسټر بمونو،او بي پیلوټه بریدونو وحشت ته ادامه ورکړه،سلامت کلي یي به بمبارونو کې له خاورو سره خاورې کړل، دنفس ساتنې په برخه کې د حکومت لومړنۍ وظیفه د قصاص دحکم تطبیق دی، هغه حکم  چيد کرزي حکومت یي عملا په رسمیت نه پیژنې،د همدې حکومت په دوران کې نه یوازې دبهرنیو قواوو،داخلي عسکرو او بي جلبه جګړه مارانو لخوا خلک قتل عام شول، بلکې ولسی بدیو، قومي جنجالونو اود پیسو لپاره اختطاف او قتل هم اوج ته ورسید.

د اسلامي حکومت دریمه دنده دخلکو دعقل ساتنه ده ،اسلامي حکومت به د شرابواو نورو نشه یي توکو مخه نیسي،هغه عوامل به له منځه وړي چې د مسلمانانو بدن او عقل ته زیانمن وي،د سیاف د حکومت په راتلو سره څرنګه چې حکومت عملا د چرسي ټوپکیانو او شرابي غرب زده ګانو لاس ته لویدلی و، دنشه یي توکو استعمال په هیواد کې د هر کله په نسبت زیات شو، تردې چې د ۲۰۱۳م کال د نومبر په ۲۵ مه د مخدره مواد پرضد دمبارزې سرپرست وزیر مبارز راشدي وویل چې په افغانستان کې ددوی د احصایې له  دوه نیم میلیونه کسان  رسما معتادین بلل شوي، چې  نشه یي توکی کاروي او معالجې ته ضرورت لري.

د سیاف د حکومت په راتګ سره افغانستان په درسته نړۍ کې د مخدره موادو د تولیدونکو هیوادونو دلست سرته وخوت چې بیا تراوسه چا دا ځای ترې نه دی نیولی،د سیاف په حکومت کې افغانستان دټولې نړۍ تر ۹۰ فیصده زیات تریاک تولیدوي،دا یوازې تریاک، چرس،پوډر او نور نشه یي مواد نه دي چې د ټولنې عقلي سلامتیا ته ګواښ دي، بلکې شراب او نور نشه یي توکي هم د سیاف د حکومت له راتلو سره عام شوي دي،چې د ټولنې سلامتیا ګواښي.

د اسلامي حکومت بله وظیفه دخلکو دناموس ساتنه ده، ددې لپاره چې دسیاف په حکومت کې د خلکو دناموس څه حال دی ترټولو هغه پیښه ښه ثبوت دی چې دروان لمریز کال د سنبلې په لومړۍ شپه د دسیاف په قلمرو پغمان کې پیښه شوه، هلته چې څو تنو غلو دپاک لمنې ښځې له لویې لارې وګرځولې نه یوازې یي غلا ترې وکړه بلکې په زور سره یي جنسۍ تیری هم پرې وکړ.

د سیاف په واکمنۍ کې دلته  د ښځو په مسئله کې کټ مټ غربي پلانونه عملي شول، دښځو حجاب له منځه لاړ، په غربي اداراتو کې مسلمانې میرمنې استخدام شوې،د ښځو او نرو اختلاط اوج ته ورسید، د ښځو دبي حجابه کولو لپاره تبلیغات، لاریونونه ، کنسرتونو او نورې ګمراه کوونکي هڅې پیل شوې، تردې چې څو ورځې وړاندې دسیاف  تر نظر لاندې د کابل په باغ بابر کې دڅو تنو ډمو لخوا پرته له پردې  درقص او  سندرو  میله ترسره شوه، چې په سلګونو نارینه وو یي ننداره کوله ، ښځې نڅیدلې په داسې حال کې چې سرونه ،غاړې،مټې ، سینې او پښې یي لوڅې وې یوازې  عورت غلیظه یي پټ پاته وو، ددې شرموونکي او ناموس وژونکي میلې  امنیت د سیاف هغو پولیسو نیولی و، چې دی یي یوه شپه پیره د شپیتو کالونو دعبادت  سره برابره بولي، په دې شپه د باغ بابر دفحاشۍ امنیت هم پولیسو ټینګ کړی وو، آیا همدغه پولیس به په همدې  وظیفه سره جنت ته ځي او الله تعالی به  دشپیتو کالو دعبادت اجر ورکوي ؟ سیاف دې ځواب ووایي.

د سیاف په واکمنۍ کې ملي ناموس هغه څه و، چې ترهر څه زیات ورته زیان ورسید،د ښځو تیښته، زنا او زبرزنا، اختلاط، بي حجابي او نورې غمیزې اوج ته ورسیدې، غربیانو د ښځو دبي لارې کولو لپاره  د خانه امن په نامه  ځایونه جوړ کړل، خو د حکومت د عدلیې وزیر همدا مراکز د زنا مراکز وبلل، له بلې خوا د سیاف د حکومت په سیوري کې دنړۍ هرډول کفار د پتمنو افغانانو په کورونو  وروختل، په هغوی یي چاپې واچولې، هغوی یي تلاشي کړل، دهغوی ښځې یي په سپیانو وداړلې، په تیرو دیارلس کلونو کې چې د کفارو لخوا دافغانانو دکورني حریم دماتولو څومره حادثې پیښې شوې زموږ تاریخ یي ساری نلري، سیاف د افغانانو ناموس خوندي نه کړ، بلکې د ناموس دلوټ او کورني حریم دپایمالولو لپاره یي  غربي وحشیانو او کورنیو داړه مارانو ته رسمي زمینه سازي وکړه ، چې  دیارلس کاله چې څه یي خوښه وي هغه خرمستۍ دافغانانو په کورونو کې ترسره کړي .

د اسلامي حکومت پنځمه دنده د خلکو د مال ساتنه ده، په دې برخه کې نو دسیاف غاصب او لوټمار رژیم خورا شرموونکی کردار پرې ایښی دی، دری کاله وړاندې دکلید ګروپ په نامه یوې رسنۍ په خپل تحقیقاتي راپور کې وویل چې د سیاف رژیم لوړپوړو افرادو په تیرو څو کلونو کې ۴ میلیونه جریبه ځمکه غصب کړې ده ، دا هغه ځمکه ده چې له  بیت المال سره یي تعلق درلود او دټول مسلمان اولس مشترک مال بلل کیده، دې راپور ولیکل چې په کابل کې نور هیڅ دولتي ځمکه نه ده پاته ځکه ټوله  چارواکو خوړلې ده.

د سیاف رژیم چې دی یي اسلامي بولي دخلکو دمال ساتنې په برخه کې خورا نادر خدمات سرته ورسول، په  ۲۰۱۲ م کال په پای کې پژواک خبري اژانس د نړیوالو پلټونکو اداروپه استناد ولیکل چې یوازې په همدې کال حکومتی چارواکو څه کم څلورمیلیارده ډالره رشوت خوړلی، که  په تیرو ۱۳ کلونو کې دسیاف لخوا د خوړل شوي رشوت  کلنۍ کچه همدا وبولو نو په دیارلس موده کې دې ظالم رژیم ۵۲ ملیارده ډالر د رشوت په توګه په ناحقه د مظلوم اولس له هډوکو شپیلولي دي.

د سیاف په رژیم کې هغه څه چې ترهرڅه ډیر خطر ورته متوجه و، هغه د خلکو مال و، په دې رژیم کې دکابل بانک غوندې سلامت بانکونه چې دافغان مظلوم اولس له شتمنیو ډک وو څو تنو لوټ کړل او په  دوبۍ کې یي  بلند منزل ورباندې جوړ کړل، کله چې حکومت په خپله غل وي نوتاسو  تصور وکړئ چې د خلکو مال به څومره خوندي وي، غلا ، لوټ مار، قطاع الطریقي ، اختلاس ، حتی په ښاري کچه جیب وهل، پیسې تښتول او نورې غلاوې دسیاف د رژیم په راتګ سره  اوج ته ورسیدل، راشئ په تیرو دوو میاشتو کې دسیاف تر واک لاندې کابل کې د امنیتي حالت په اړه یوه لنډه احصایه درسره شریکه کړو، ترڅو ددرست هیواد حالت درمعلوم شي.

محور ورځپاڼي لیکلي چې د روان کال د سرطان او اسد په میاشتو کې یوازې په کابل ښارکې  له پولیسو سره ۵۴۲ د غلا او لوټماریو جنایي پيښې ثبت شوي دي، هغه چې نه دي ثبت شوي او هره ورځ هلته دلته پیښیږي شاید شمیر یي تردې څو برابره زیات وي.

د سیاف درژیم  هغه چی دی یي په خپلو ځانګړو قلقلو اسلامي حکومت یا د مجاهدینو نظام بولي،د قباحتونو،بدمرغیو او ناولتیا داستان یي دومره اوږد دی چې په څومجلدو کتابونو کې هم نه شي رانغښتل کیدای، نوځکه دالیکنه په همدې ځای رالنډوو او سیاف ته وایو، چې ګرانه اسلامي نظام  کومه مفته خبره نه ده ، چې یوازې ستا په فتوی سره به  یو ظالم ،جابر، غاصب ، ګوډاګی،مزدور او شرمیدلی رژیم همدا صبغه خپلوي.

ستا عسکر او امنتیي ځواکونه د اسلامي نظام ساتونکي نه بلکې بلکې دغربي کفر د لویې برنامې اواشغال د ټانګې یابوګان دي چې یوازې دڅو پیسو په مقابل کې یي ایمان له امریکا سره برمته ایښی، او د کفر په لاره کې خپلې وینې هدر بهوي، ددوی مرګ داسلام لپاره نه بلکې دکفري اشغال د بریا لپاره دی، ددوی پهره داري دمسلمانانو دساتنې رباط في سبیل الله نه بلکې  رباط فی سبیل امریکا دی، دوی دامریکایي  پوځي مراکزو او بیسونو پیشقراولان دي او ددې لپاره په پهره ګمارل شوي ترڅو دامریکایانو ساتنه وکړي، نوځکه خو په امریکایانو دبرید په مهال لومړی دوی قرباني کیږي.

سیاف دې لطفا د اسلامي نظام اصطلاح نه شرموي، دا ډیره دشرم وړ ده چې هغه نظام ته اسلامي وویل شي، چې د زعیم دنصب او عزل  توی وړی اختیار یي د کافر جان کیري په لاس کې دی، په فساد کې په ټوله نړۍ کې اول نمبر راوتلی، او مسلمان اولس ته یي تر هر چا زیات زیانونه اړولي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

څرنګه چی دسیاف خبری او عمل پرتله شی واضحاً دشیطانی کردارنه هم وراسته او اسلام ضد ښکاری، نو څرنګه هغه ته مسلمان وایاست؟ شیطان هم تر هغه خپله دښیګنی مرتبه لری ځکه شیطان خو وایی چی زه شیطان یم او که څوک غواړی دشیطان له اعمالوډډه کوی ځان ورنه ساتی، اما دا سیاف شیطان نه هم لعین دی چی داسلام تر نامه لاندی شیطانی او اسلام ضد عمل کوی ځکه نو د ده نه ویریږئ!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x