افغانستان

اشرف غني: که په اساسي قانون معامله پیل شوه، بیا پای نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزی وايي چې د عبدالله عبدالله سره به سیاسي مذاکرات روان ساتي، خو د اساسي قانون خلاف هيڅ یو عمل ته تیار نه دی.

اشرف غني احمدزي دغه خبرې نن ماښام په کابل کې خبریالانو ته وکړې.

د دواړو ټیمونو د اجراییوي رییس د صلاحیتونو پر سر اختلاف دی. د عبدالله عبدالله ټیم غواړي چې د کابینې مشري اجراییوي رییس ته ورکړل شي او د اشرف غني ټیم دغه عمل د اساسي قانون خلاف ګڼي.

احمدزي زیاته کړه چې دوی د خلکو پر وړاندې مسوول دي او د ټاکنو اوږیدل د افغانستان  پر اقتصاد او امنیت بده اغیزه کړې.

احمدزي وویل څوک چې بحران ایجادوي، سیاسي انزوا پر لورې ځي.

نوموړي په دې ټينګار وکړ چې پخوا هم د ملي وحدت د حکومت غوښتونکی و، اوس هم دی او سبا به هم وي.

«د ملي وحدت حکومت هغه دی چې په یوې قوي او واحده اراده د افغانستان ستونزې حل کړي، نه چې سره بېل شي او دوه سره ولري. دغه حکومت د ټولو افغانانو دی او یو سیاسي اقلیت پورې تړاو نه لري».

د تحول او دوام د ټیم مشر په وینا پر همدې اساس د قانون حاکمیت د ملي وحدت د حکومت د جوړونې ستر رکن دی او دا د خلکو غوښتنه هم ده.

«که موږ نن په اساسي قانون باندې معامله وکړو، سبا مجبور یو چې ستاسو د بچیو په سرونو هم معامله وکړو، که په قانون معامله پیل شي، بیا دا پای نه لري او تاسو زما ټیم ته په دې رایه نه ده ورکړې چې په اساسي قانون معامله وکړم».

احمدزي وویل چې دوی د خپل سیال سره مذاکراتو ته دوام ورکوي او دا د خلکو غوښتنه هم ده.

احمدزي د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې ته په اشارې سره وویل چې هره رایه درې وار تفتیش شوې او ټاکنې مشروع دي. ده وویل چې نړیوال هم حاضر دي چې د ټاکنو د پایلو او مشروعیت څخه یې دفاع وکړي.

نوموړي د ټاکنو له کمېسیون وغوښتل چې په څو ورځو کې دې رایو پایلې اعلان کړي او خلک دې له ابهامه خلاص کړي.

احمدزي وویل چې دوی به چاته اجازه ورنه کړي چې هېواد د بحران پر لورې بوځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x