د نن سرلیکنه

ولي پر کونړد امریکايي وحشت د تکرار مخنیوی نه کیږي؟- سرمقاله

نن ټکی اسیا- سرمقاله: د چهار شنبې په شپه يوځلې بیا د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالي په باډيل دره کې امریکايي یرغلګرو کلیوالې سیمې تر وحشي بمباري لاندې ونیولې او په ترڅ کې تر ۲۳ تنه زیات ولسي وګړي چې ډیری یې ښځې اوماشومان دي شهیدان اوژوبل کړل.

دا لومړی ځل نه دی چې د کونړ بیوزله ولسي وګړي ،معصوم ماشومان او تورسري د دا ډول امریکايي وحشت قرباني کیږي .

یواځې د سږکال له پیله دا د خپل نوعیت له مخې ۶ پیښه ده چې امریکايي یرغلګر د کونړ په بیدفاع ولسي وګړو ړندې بمبارۍ کوي او په نتیجه کې یې به لسګونو ولسي وګړي شهیدان او ژوبل کیږي.

د ۲۰۱۲ کال د فروري په میاشت کې امریکايي وحشت ګرو د کونړ ولایت د غازي اباد په ولسوالۍ کې ۶۵ کسان چې ۴۰ تنه یې خاص معصوم ماشومان ول شهیدان کړل او دولتي پلاوي هم د هغوی د شهادت سپیناوی وکړ، ولس مشر کرزي خپله کونړته په ورتلو سره د دغې حادثې قربانیان و لیدل او له هغوی سره یې ژمنه وکړه چې بیابه د دوی پرسیمه باندې داشانته وحشت نه ترسره کیږي ، خو یوه میاشت لا نه وه تیره چې بیا هم امریکایانو د کونړپه ماڼوګي ولسوالۍ کې عین جنایت تکرار او د بمباري په ترڅ کې ۱۷ تنه ولسي وګړي شهیدان کړل.

تر دې پیښې وروسته ولسمشر کرزي افغان پوځي ځواکونو ته فرمان صادرکړ چې د خلکو د استوګنې په سیمو کې له وسله والو سره د نښتې پر مهال دي له ناټو ځواکونو څخه د هوايي مرستې غوښتنه نه کوي، خو د دې فرمان له صدورنه وروسته هم یواځې په کونړکې هماغه جنایت د امریکايي او افغاني ګډو ځواکونو لخوا تکراریږي او هیڅ څوک یې نه مخنیوی کوي او نه یې دمخنیوي په اړه د مسؤلیت احساس.

تیره ورځ د شمالي ټلوالې د فقید مشر احمدشاه مسعود دوژل کیدو د یارلسمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ښاغلي استاد سیاف د وینا پرمهال د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د دغه مبارک حدیث شریف (من مشى مع ظالم ليعينه وهو يعلم أنه ظالم فقد خرج من الإسلام. رواه الطبراني ) د مفهوم له مخې هغه کسان له اسلامه وایستل چې له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي ، خو نن به حتما ښاغلي استاد سیاف هم د کورنیو او بهرنیو رسنیو له لارې د امریکايي یرغلګرو په بمباري کې د کونړ د بیګناه ولسي وګړو د شهادت خبر اوریدلی وی ،مګر بیاهم دومره جرأت نشي کولای چې د هغو افغان ځواکونو چې د خپل اولي الامر(ولسمشرکرزي ) د صادرکړي فرمان پر خلاف له امریکايي یرغلګروسره د بیوزله هیواد والو په وژلوکې برخه اخلي دغه ډول یوه مصنوعي فتوا صادره کړي .

د استاد سیاف په شمول هیڅ څوک هم د وسله والو طالبانو له اسلامیت نه انکار نشي کولای ، خو د امریکایانو پر کافرتوب باندې خپله استاد هم متیقن دی ، مګرسره له دې چې هغوی اتفاقي کافران او د هغه حکومت د احکامو خلاف کوم چې د دوی په حمایت رامنځته شوی پر ولسي خلګو بمباري کوي او په ډیر ظلم سره يې شهیدانوي هيڅوک یې د ملاتړو پرخلاف د داډول فتوی جرأت نه کوي .

نن ټکی آسیا ویب پاڼه د یوې خپلواکې رسنۍ په توګه په افغانستان کې دولسي وګړو وژنه که د هرچا له لوري وي په کلکه محکوموي او د خپل اخلاقي رسالت له مخې له مسؤلو جهاتو څخه په جدي توګه غواړي چې پرافغان ځوریدلي ولس باندې د متجاوزینو د دغه ډول تکراري جنایت د مخنیوي په اړه خپل انساني او اخلاقي مسؤلیت ترسره کړي .

د نن ټکي اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x