شعـــــرونه

غزل

شاعر: نويد عمرخيل

ستا د ښکلا غشي راتلل زما په زړګي لګېدل

نن دې د مړو سترګو کتل زما په زړګي لګېدل

تاثیر د سترګو دې ما بل بشر کې ونه لیده

تا چې باڼه ښکته کول زما په زړګي لګېدل

ستا تر مړونده فرهادي عزمونو دروستلم

شیرینې غرونه نړېدل زما په زړګي لګېدل

زه د رقیب رقیب زما د وینو تږې تږې

ستا پر پړوني سر بایلل زما په زړګي لګېدل

زما د مزار په شناختو پورته کړه خپل سپین پړونی

زما پر ژوندون یی رپېدل زما په زړګي لګېدل

بارانه ستا له ورېدو لرم خوږې خاطرې

نن یوځل بیا دې ورېدل زما په زړګي لګېدل

نن مازدیګر یی غلی غلی راته داسې ویل

نویده! ستا واړه غزل زما په زړګي لګېدل

نوید عمرخیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x