افغانستان

د روزګان د حج او اقافو رییس باندې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۰مه ۱۳۹۳ل): نن سهار د رزوګان ولایت د حج او  اوقافو رییس باندې چاودنه وشوه.

د روزګان ولایت والي دوست محمد نایل وايي چې چاودنه سهار  شاوخوا ۸ بجې رامنځته شوې.

نوموړي زیاته کړه چې چاودنه د روزګان ولایت د حج او اوقافو رییس مولوي حمدالله د کور مخې ته وشوه او د خپل یو زوی سره ټپي شو.

نایل وویل چې ټپي شوي کسان يې مرکزي روغتون ته انتقال کړي.

د روزګان مرکزي روغتون  یوې سرچېنې ویلي چې د ټپيانو حالت د انديښنې وړ نه دی.

مولوي حمدالله پژواک خبري اژانس ته ویلي چې دی له کوره د دفتر پر لورې روان و چې څنګه له کوره ووتلو د دروازې مخې ته یې چاودنه وشوه.

ده ویلي چې روغتیايي حالت يې ښه دی.

تر دې مهاله د چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخېستې.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې ناڅرګندو وسله والو د غزني ولایت د حج او اوقافو رییس او ددغه ولایت د واعظ ولسوالۍ د حج او اوقافو مدیر ووژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x