ټکنالوژي

Gmail اکاونټ مو دلته وګورئ؛ چېرې روسي هیکرانو مو پاسورډ غلا او خپور کړی نه وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۰مه ۱۳۹۳ل): روسي وېبپاڼې په دې وروستیو کې د جیمیل  څو میلیونه اکاونټونو پاسورډونه غلا کړي او بیا یې پر خپله وېبپاڼه خپاره کړي دي.

هغه لست چې د روس په یوې وېبپاڼې د سې شنبې په ورځ خپاره شوی، شاوخوا د جیمیل ۵ میلیونه پاسورډ او ایمیل ادرسونه  په کې دي.

ویل کیږي چې دغه پاسورډونه زاړه دي او داسې هم ویل کیږي چې د جیمیل پاسورډونه نه دي، خو یو شمېر پوهان بیا غوښتنه کوي چې د جیمیل استعمالونکي دې خپل پاسورډونه بدل کړي.

په عین حال کې ځينې راپورونه داسې هم ورکړل شوي چې ددغو غلا شوو او خپاره شوو پاسورډونو ۶۰٪ سم ختلي دي.

ددغه غلا شوو او خپاره شوو پاسورډونو او ایمیل ادرسونو سې شنبې په ورځ د روسیې په بیټکوین فورم باندې خپاره شول او امریکایي رسنیو پرې لومړی راپور ورکړ.

د ګوګل یو چارواکی وايي چې دوی څېړنې پیل کړي او د ګوګل له استعمالوونکو غوښتنه کوي چې غښتلي پاسورډونه ورکړي او ننوتلو پر مهال دې د تصدیق دوه پړاوونو څخه تېر شي څو اکاونټونه يې وساتل شي.

کولای شئ د لاندې لینک په کلیک کولو سره خپل اکاونټ وګورئ چې هیک شوی کنه.

https://isleaked.com/results/en

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close