افغانستان

ولسمشر کرزي خپل کور د ارګ مېلمستون کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۰مه ۱۳۹۳ل): ولسمشر کرزي نن سهار په یو لړ ځانګړو مراسمو کې د ارګ ماڼۍ دننه نوی مېلمستون پرانېست.

د ارګ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي  دغه ودانۍ د متقاعد ولسمشر لپاره جوړه شوې وه خو ولسمشر کرزي نن دغه ودانۍ په مېلمستون بدله کړه.arg 1

ولسمشر کرزي د نوي مېلمستون تر پرانېستنې وروسته په خپلو خبرو کې وویل چې «دغه ښایسته ودانۍ  د اساسي قانون سره سم د متقاعد جمهور رییس لپاره جوړه شوې وه او نن پرانېستل شوه، ټاکل شوې وه چې زه بحیث د متقاعد جمهور رییس په کې ووسیږم.»arg 8

کرزي زیاته کړه چې دغه ودانۍ د عامو افغانانو د ژوند تر سویې ډیره پورته ده اودی دا لازمه ګڼي چې دغه ودانۍ څخه د ارګ مېلمنو لپاره  ګټه واخېستل شي.

ددغې ودانۍ د رغونې چارې تېر کال جوزا کې پیل شوې او د نن  رسما د ولسمشر کرزي لخوا پرانېستل شو.

 

arg 9arg 11 arg 10 arg 8 arg 7 arg 5 arg 4

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دا د کرزي د سخا او خودګزري نشانه نه ده بلکه یو ډیر مهم پیغام رسوي هغه دا چی د اشغالګرانو نوکران په دی ښه پوهیژي چی د اشغالګرانو تر سیوري لاندی ژوند بقا او دوام نلري او ډیر ژر به فاتح طالب د ارګ پر سر سپینه محمدي جنډه لګوي.

د ارګ دا ملعونه ماڼی دی خداوند جل جلاله نور په یو فاتح صالح او متقي مشر ډکه کړي – امین ثم امین تر څو یی مظلوم ملت له شره خلاصی ومومي – له خیره یی تووووووو به

امیرالله نوری

زه دخپلوملگروپه ملتیادشاغلی کرزی ددی اوداسی مثبتو کارونوهرکلی کوم
دشاغلی کرزی دطرفه مخکی هم خپلی تحفی دافغانسان بانگ ته هدیه شویدی
دشاغلی غوربندی په جواب کی باید ووایم چی نوردافغانستان په ارگ کی دنسوارودپاره جای نشته اودغوربندی پخوله فاتح طالب به نور دارگ خوب هم ونه وینی انشا الله

افغان ځلمی

مسلمانانو ورونو السلام علیکم : دا چه افغانستان تل د روس او انګریز د نظامی او سیاسو لوبو ډګر او د دوی د مستقیمو جنګونو د مخنوی د خاطره حایل واقع شوی دا په دی چه په دی کی به داسی حکومت وی چه که د یوه سره دوست وی د بل سره یی هم دشمنی کمه وی ، دا حالیګاه په همداسی بی کفایتو او عیاشو پاچاهانو ډکیدلی شوه . یعنی زمونږ اکثرو پاچاهانو او تش په نامه ریس جمهورانو د خپلی وسی په اندازه خیانت کړی او د شخصی ګټو د پاره یی عامه ګټی قربانی کړی .… نور لوستل »

غوربندي

امیر الله نوری صیب تاسو ته سلام او احترام زه نسواري نه یم خو د میلمنو لپاره کور کی نیکلي تفداني ساتم دا زمونږ د خلکو بد عادت (کلتور) ده خو تر هغو نیکتایي پوشانو په میلیون ځله شرف لري چی شراب خوري او کله ناکله خو خپل محارم هم ترې حامله کیژي. ته ماته د کرزي د فاسد رژیم یو وزیر راپه ګوته کړه چی شراب نه خوري؟ زه له تفداني دفاع نه کوم خو له تفداني خولی څخه دا خبره هم نه منم چی وایي طالب به د ارګ خوب هم ونه ویني د طالب د ډز اواز… نور لوستل »

شهید شهید

غوربندی صاحب الله ج دی اجرونه درکړی ، د الله دشمنانو ته دی ښکلی او غاښ ماتونکی ځواب ورکړی په ځانګړی دول دغه چه شراب وچښی بیا په خپلو محرمو هم بند واز پاتی نه وی او بله دا چه کورونه یی د خارجیانو د څارنی او ساتنی لاندی وی دوی په دفترو کی وی نو هلته به څه اشر جوړ نه وی

امیرالله نوری

سلامونه اونیکی هیلی
زه الحمدالله پنځه وقته لمونځ کوم روژه نیسم خپل اوپردی حق پیژنم
نه دشراب خواره او نه دنسواری طرفداره یم د طالبانوپه زمامداری کی
دافغانسان ارگ دنسوارو په ارگ مشهوروو ممکن ستاسوبه په یاد نوی
کنه ددخبری ټوله نړی شاهده ده دهرچا مثبت کار ستایم اوبد کاریی غند م
اودادهرافغان وظیفه ده اودداسی انسان مخالفانوته دالله (ج) نه د سالم عقل
غوښــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــتنه کوم
اونورد گران لوستونکی قضاوت وکړی وسلام

افغان ځلمی

زه باور لرم ، چه د نوری په نوم چه څوک څه لیکلی دی ځانله نه دی د دوی ځینی افغانی نومونه لری د کفری ژبو ژباړن او یا خپله صلیبیان او یهودیان د پشتو ژبی ژباړن دی ، دوی له دی خبر دی چه د طالبانو وخت کی ارګ د نسوارو ارګ وو ، زه د ده خبره نه ردوم نسوار کول د افغانانو رسم او د کلچر یوه برخه ده که منفی هم ده افغانی ده خپلواکی ورسره ملګری وه ، اوس چه د کفارو غلامان ارګ ته ننوتی د کفارو نشه توکی شراب او نور نشه توکی… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x