جنرال رازق له پاکستان سره پوله رسماً وټاکله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې مرکزي دولت ورته امر کړی دی، چې پاکستاني پوځيانو ته په پوله کې د خندق کېندلو اجازه ورکړي.

جنرال رازق وايي، چې دوی ته امر شوی، چې د افغانستان، پاکستان او ناټو ځواکونو د درې اړخیز توافق پر بنسټ پاکستاني ځواکونه کولای شي، د ډيورنډ له پولې خپل طرف ته شږسوه متره وړاندې خندق وکيندي.

ویل کېږي چې پاکستاني ځواکونو له څو ورځو راهیسې د کندهار په معروف ولسوالي کې د خپل لوري پرځای، د ډیورنډ کرښې پر سر نږدې پنځه سوه کیلومتره د اوږده خندق کېندل پیل کړي دي.

ټاکل شوې ده چې دغه خندق به د اته فوټه ژوروالي او لس فوټه عرض سره له کندهاره تر پکتیکا وکیندل شي.

پاکستاني پوځيانو افغان رسنیو ته ویلي دي چې دوی دغه کار د درې اړخیز توافق پر بنسټ کوي او د دې کار ګټه به داوړو لوریو ته داوي، چې قاچاقي بازارونه به بند او اقتصاد ته تاوان رسونې مخه به يې نیولې وي.

جنرال رازق هم مني چې پاکستاني ځواکونو د ډيورنډ کرښې پر سر کېندنې پیل کړې دي، خو د نوموړي له قوله دوی د درې اړخیز توافق پر بنسټ دې کار ته پیل کړی دی.

د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو دې کړنې په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګونونه راپارولي دي، او له مرکزي دولته د جنرال رازق د لرې کولو غوښتنې شوې دي.

د عبدالرقیب رقیب په نامه یو تن لیکي: « یونیم کال مخکي مي د امریکا غږ راډیو له لاري د پاکستان له برګیډیر سعد نه واوریدل چي د افغانستان ډیري سرحدي سیمي د امریکا پاکستان او کرزي د ادارې په درې اړخیز توافق پاکستان ته ورکړل شوې، خو د افغانستان یوه میلمه ورسره نه منله
نن دا دی د هغې راډیو له لاري د قندهار قومندان رازق هم هغه خبره نشریږي چي دا توافق یې په رمزونو کي ښکاره کړی دی.»

د نظامي چارو د ماهرینو له قوله جنرال رازق د خپل مسوولیت له مخې باید د معروف ولسوالي ته لا ځیر وای، ځکه چې په نږدې تېر وخت کې هم څو ځله د پاکستاني ځواکونو له لوري په یاده سیمه نېغ پوځي یرغل شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د