نړۍ

اوباما: د اسلامي دولت پر ضد به هر ځای کې عمليات کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۰مه ،۱۳۹۳ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباماد اسلامي دولت پر ضد د خپلې جګړه ييزې کړنلارې له مخې اعلان وکړ، چې د عراق او شام اسلامي دولت پر ضد به هر ډول هوايي بريدونه کوي او دا بريدونه به يوازې د عراق پر ځمکه نه وي، بلکې هر ځای چې د اسلامي دولت نښې نښانې وي، هلته به دوی خپلو بريدونو ته دوام ورکوي.

اوباما د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې دوی به د اسلامي دولت مالي منابع کنګل کړي، خپل استخباراتي معلومات به غښتلي کړي، د امريکا دفاعي چارې په نورې هم پياوړې کړي او د اسلامي دولت اساسي ايډالوژۍ د له منځه وړلو لپاره به خپل ټول واک او ځواک په کار واچوي.

اوباما زياته کړه، چې د اسلامي دولت پر ضد به نه ستړي کېدونکې جګړه پيل کړي او په هر ځای کې چې د اسلامی دولت ځواکونه او پلويان په مخه ورځي دوی به پرې هوايي بريدونه کوي او د ځکمنيو عملياتو لپاره به د خپلو ايتلافي حکومتونو ملاتړ کوي او د اسلامي دولت پر ضد به د ستر نړيوال ايتلاف مشري د امريکا پر غاړه وي.

اوباما د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې د پېښې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د اسلامي دولت پر ضد د دوی موخې روښانه دي او د ده د ولسمشرۍ د دورې تر ټولو اړين ګواښ اسلامي دولت دی.

اوباما زياته کړه، چې اسلامي دولت امريکا ته ګواښ کړی او څوک چې امريکا ته ګواښ کوي، نو هيڅکله خوندي ژوند ونکړي.
اوباما وايي، چې دوی به عراق ته ځمکني پوځونه نه ليږي، بلکې عراقي او نورو سيمه ييزو پوځونو سره به مرستې کوي او د اسلامي دولت پر ضد به هوايي بريدونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x