د سپټمبر یوولسم، نه وروسته میلیونونه امریکایان په خیرات پايي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): له ننه پوره دیارلس کاله وړاندې د ۲۰۰۱ز کال د سپټمبر په یوولسمه د امریکا په نیویارک ښار کې په سترو نړیوالو تجارتي مرکزونو له برید وروسته، امریکا سمد ستې خپل پوځونه د هېواد شمال لورته په ازبکستان کې د شوروي اتحاد په پخوانیو پوځي اډو کې دېره کړل.

د کره سرچینو له قوله د سپټمبر په اوومه د شمالي ټلوالي پوځي قومندان او د وخت طالب ضد احمدشاه مسعود په فرانسه کې له ځینو لوړپوړو امریکايي چارواکو سره وکتل او له هغوی نه يې رسمي غوښتنه وکړه چې هغوی دې افغانستان ته راشي دوی به يې ملاتړي وي.

د سپټمبر په نهمه احمدشاه مسعود په يوه سرتيري برید کې له منځه لاړ، دوه ورځې وروسته په امریکا کې پورته پېښه شوه او له دې پېښې نه نږدې میاشت وروسته د اکتوبر په اوومه د امریکا په مشرۍ د ناټو عسکرو په افغانستان مستقیم یرغل وکړ.

په سیمه کې د سې آی اې د پخواني مسوول ګریشرون فارسي ته را ژباړل شوي «ورود اول» کتاب د اسنادو له مخې، د امریکا راتګ د هېواد له شماله و او په شمال کې يې ټولو پوځي او بارسوخه مشرانو ته د پیسو له ورکړې درېغ ونه کړ.

د یاد کتاب په حواله: «انجينير عارف ته د پنجشېر په بازارک کې د سپتمبر په شپږويشتمه شپه، پنځه سوه زره ډالر، مارشال قسيم فهيم ته د پنجشېر په بازارک کې د سپتمبر په اووه ويشتمه نېټه، يو ميليون ډالر، استاد سياف ته په ګلبهار کې د سپمتبر په نهه ويشتمه نېټه، سل زره ډالر او قوماندان عطا محمد نورته د اکتوبر په اوولسمه د فهيم په لاس دوه سوه پنځوس زره ډالر ورکړي دي.»

دا په داسې حال کې چې د امریکا د متحده ایالاتو د وخت ولمسشر جورج بوش دا پېړۍ د عیسویت پېړۍ وبلله او په
ښکاره يې اعلان وکړ،چې يا له موږسره یا مخالفینو سره!

د امریکا له یرغله نږدې دیارلس کاله تېرېږي، په هېواد کې له دیارلس کلنو زورورو تبلیغاتو سره ـ سره امریکایانو ونه شو کولای چې د افغان ولس باور تر لاسه کړي، دوی نږدې له هر ډول تمثیل او وسیلو نه کار واخیست چې په افغانستان کې عام باور ترلاسه کړي، خو ونه توانېدل.

په افغانستان کې د امریکا په دیارلس کلن موجودیت کې عام وګړي له خورا بد اقتصادي وضعیت نه ستړي شوي دي، د امریکا په مټو په افغانستان کې رامنځ ته شوې اداره نړۍ په سطحه لومړۍ مفسده اداره وپېژندل شوه، چې یاد فساد يې په ټول هېواد کې په روغتیايي، فرهنګي، علمي، اقتصادي او نورو برخو کې تصور کېږي.

د هېواد په سطحه سلګونه مدرسې وتړل شوې، علما مهاجر او په پراخه کچه د لوبو، موسیقۍ او نورو بوختوونکو وسایلو لپاره له دولتي بودېجې زمینه برابره شوه.

ویل کېږي چې د افغانستان او عراق جګړې د امریکا د ولس لپاره تر ټولو تباه کوونکې جګړې ثابته شوې دي او د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې یوه اوږده جګړه ده، چې پایله يې هم ناکامي ده.

له څو شویو څېړنو نه ثابته شوې ده چې په لوړه کچه امریکايي ولس له دې جګړې سره مخالف دی او دا مخالفت نه یواځې په ولسي سطحه بلکې؛ په لوړه ایالتي دولتي سطحو کې هم شته، چې د کره شواهدو له مخې ځينو ایالتونو د امریکا د متحده ایالاتو له مرکزي دولته د ازادۍ هڅې پیل کړې دي، چې ځینو يې خپل بیرغونه او آن قانونه هم تصویب کړي دي.

له بله پلوه امریکايي اقتصاد پوهان د عراق او افغانستان جګړې د امریکا دوخت د ولسمشر یوه ستره تاریخي غلطې بولې، چې له مخې يې امریکا په ټریلیونو ډالره قرضداره او ګڼ جګړه ځپلي پوځیان يې اروايي ناروغان بېرته تللي دي.

امریکايي لیکوال اریک مارګولیس وايي چې په عراق کې د امریکا د يوې ورځې د بمباري لګښت اووه نیم میلونه ډالره و، د هغه د مضمون له مخې، څلورڅلویښت میلیونه امریکايي وګړي په خیرات پايي.

ټاکل شوې ده چې روان میلادي کال به په افغانستان کې د امریکايي ناکامه جګړې وروسته کال وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د