ادبي لیکني

د یوولسم سپتمبر په اړه یوه دردونکې کیسه

لیکوال: انجنیرمحمدافضل ذاکر

۲۰۰۱کال د نورو ډیرو کلونو په څېر هر افغان ته یو بل بدمرغه کال و؛ خو ذاکرالله ملنګ ته تر نورو ځکه ډیر بدمرغه و چې په همدې کال کې یې ژوند د ویرونو نوې غوټې راوسپړلې او بدبختانه چې دده ژوند هم له نوي ماتمونو او  زجرونو سره مخ شوی و.

نوی نوی مسافر شوی وم، مخکې له دې څخه مې مسافری هم نه وه کړې، په لومړی ځل مسافری کې مې ډېر څه زده کړل، له خپله کوره ووتلم او د پاکستان د لاهور په طرف مې حرکت وکړ، هلته مې خپل خپلوانو مزدوري کوله زه هم د مزدورۍ لپاره تللی وم، کله چې د لاهور ښار ته ورسېدم، زړه مې ډېر تنګ شو، کور راته ډېر یادیده؛ خو څو ورځې وروسته له مسافرۍ سره عادت شوم، ورځ تر  بلې مې خفګان کمېده، او د خپلو ملګرو سره مې مینه پیداکېده.

ما هم د نورو مزدورانو په شان د عزیز بهټي په کارخانه کې کار کاوه، دا کارخانه د پاکستان حکومت لخوا د نوموړي کورنۍ ته ډالۍ شوې وه او هرکال به يې دده کورنۍ ته څو لکه روپۍ هم ورکولې، ځکه چې دی د پاکستان او هند په جنګ کې لومړنی فدایی و چې د خپل هېواد د ساتلو په خاطر يې خپل سر قرباني کړ او د پاکستان په تاریخ کې يې په ځلانده تورو دده نوم ولیکل شو، دا کارخانه د هندوستان د باډر سره نښتي وه، په دې کارخانې کې به د پلاستیک څخه کوټې (یوې وړې کوټې یو ټن وزن درلوده چې ضد ذرې هم و او د نټ بولټ جوړښت يې درلوده)، چوکۍ او داسې نور د کور د ضرورت وړ شیان او د ماشومانو د لوبو شیان به جوړیدل او بیا به بهرني ملکونو ته لیږدول کېدل.

یوه ورځ د مازدیګر څلور بجې وې چې له کار څخه رخصت شو او د خپلې جونګړې په طرف مو له ملګرو سره حرکت وکړ، په دې وخت کې راته زنګ راغی، نمبر نه معلومېده، خو داسې يې پکې لیکلی و (no number).

له دې مخکې په داسې نمبر راته زنګ نه و راغلی، حیران شوم، خبرې مې ورسره وکړې، وروسته له مقدماتي خبرو څخه پوښتنه مې ترېنه وکړه چې وروره ! په بخښنې سره چې ومي نه پيژندلی؟
ده را غبرګه کړه چې ذاکرالله ملنګ یم له لندن څخه؛

بیا مې ترې وپوښتل، له ماسره څه پيژنې، زه خو په لندن کې څوک نه پيژنم؛

ښاغلی راته وویل: زړه مي  ډېر سخت خفه شوی ده، دلته راسره نژدې افغانان نشته، وروسته له پېژندګلوی مو سره  ډېرې غورې وکړې؛ چې په همدې لړ کې يې راته کړه چې د غږ په اورېدو مي د وطن مېنه ماته شوه، خوشحاله شوم، نور کوم ځانګړې اړيکه درسره نه لرم.

زموږ تیلفونې خبرو تر ماښامه پورې دوام وکړ، اخیر مې ورته وویل وروره بس دی، ډېر مصرف درباندې راغی، هغه ویل نه پروا نه کوي.

ورته ومې ویل: اخیر څه خبره ده، چې ته دومره خفه شوی یې، ویل يې راته: ډېر ښه ژوند لرم؛ خو افسوس چې  د خاپوړ پر وطن مې  ژوند وای.

د ماښام له لمانځه نه وروسته مې ورته یو څو لنډۍ واورولې، په لنډیو کې مې ورته د ګران هېواد شنې درې، ښکلي باغونه او سیندونه انځور کړل، وروسته له یو څو دقیقو ذاکرالله جان راته په ژړا شو ډېر سخت يې وژړل، دا چې زما لومړنی مسافري وه، ماته يې هم سخته ژړا راویسته، ورته ومې ویل: ته ولې خپل ټاټوبي ته نه راځي، پخپله هم راته وایې چې ښه ژوند او زنده ګي لرم؛ نو بیا کوم داسې علت دی چې ته يې له راتلو څخه منع کړی يې؟

وروسته له ډېر ټينګاره يې راته وویل چې خپله کیسه به مې درته کړې وای، خو ته وړوکی یې د اورېدو زور به يې ونه لري، ما ورته بیا بیا ټينګار کاوه چې راته يې ووایه.
کیسه يې داسې شروع کړه: ویل يې خوږه اشنا! زه د چاریکار اوسیدونکی یم، ۲۰۰۱ کال په لومړیو کې مې د ژوند غوټۍ نوې نوې غوړیدلې وه؛ د ژوند د ښکلا په باغ  کې مي لا ډېر  نيالګي نا ليدلي پاتې  شول، وحشی اشغالګرو مي د ژوند نوې پاڼه  غوړېدو ته پرې نښوده.

کله چې امریکایانو په ګران هېواد باندې حمله وکړه، د ۲۰۰۱ ز کال په لومړيو کې مې د واده تابیا نيوله، له ټاکلې نيټې سره سم مو د واده مراسم جوړ کړل، لا مو د واده یوه هفته نه وه پوره شوې، ټکنده غرمه وه چې امریکانو مو پر کور باندې چاپه واچوله، زه مي له خپلې مېرمنې سره د پناه  په موخه د غویانو په خونه کې پټ شو، وروسته د کور له تلاشۍ څخه يې موږ دواړه راپيدا کړو، په ډېر ظالمانه او وحشتناکه ډول يې ما او زما مېرمنې ته لاس راواچوه، هغه تور لاسونه چې راته رایاد شي، نو بیا په خپل ځان کې دومره وس نه وینم، چې کرار کېنم، ترهغې پورې په ژړا یم، ترڅو چې ستړی شم.

خدایه ملاله مو سرتوره شوه بیا

ترینه پړونی بړبوکیو واخیست

وروسته له دې پېښې مې نور ضمیر راته اجازه نه راکوله چې په خپل وطن کې پاتې شم، مجبوره شوم چې له خپل هېواده کډه وکړم، د کابل د هوايي میدان څخه مې پرواز وکړ،تر لندنه ورسېدم، ډېر وختونه تېر شول، اوس دوه زامن او یوه لور لرم، خو هغه تور لاسونه مې نه هیريږي، هرڅومره چې يې هیروم؛ خو نه هیریږي، تل مې زوروي، د کومې ورځې له لاسه چې زه اوس دلته اوسیږم هغې ورځې د تل لپاره زما د خاپوړو کور راته اور ګرځولی، کله مې هم ضمیر دا اجازه نه راکوي چې بیا چاریکارو ته لاړ شم.

زه پخپله دوکان لرم، دوکاندار یم، دواړه زامن مې ښوونځي ته ځي، له ښوونځي وروسته زما سره په دوکان کې همکاري هم کوي، لورکۍ مې  اوس نوې زېږیدلې، الحمدلله دمګړی ښه ژوند او ښه زنده ګي لرم.

وروسته له دې مې ډېر زیات وژړل، ښاغلی ذاکرالله جان راته وویل چې ما خو تاته په اول کې وویل چې ته يې د اورېدو وس نه لري؛ خو تا راته ټينګار کوو چې نه راته ويې وایه،  اوس مې چې درته وویل؛ نو ژاړه مه، دا د غم باران او سیلۍ د هر افغان په کور راغلې ده، یواځې په ما نه ده.

ددې حالت په وړاندې چوپ پاته کېدل نه یوازې منافقت او دووسي ده بلکې هیڅکله به یي هم داخرت له مسؤلیت څخه خلاص نه شو.

مهربان څښتنه !!

د خپلې لورينې لمخې مو یو وار خو په ژوند کې د ګران هېواد په پاکه فضا کې د امن سپينې کوترې په مستيو راولې، د هېواد دا ويرجنه فضا مو له منځه يوسه، چې ټول مسافر وروڼه مو بېرته خپل کورونو ته راشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x