نظــر

د سپتمبر يوولسمه؛ پر اسلامي نړۍ د ماتمونو او مصيبتونو پيلامه

ليكوال: مياهدايت الله محمدي

د امريكا راتګ افغانستان ته سم لاسي نه و؛ بلكې دوى له ډېر پخوا ماسټر پلانونه سنجولي وو او غوښتل يې چې خپلې استعماري وزرې د آسيا په زړه كې وغوړوي د دغه كار له پاره دوى ته بله هېڅ داسې بهانه نه وه؛ نو د دې لپاره يې خپله دولت داسې كړنې ته لاس كړ څو د امريكا ولس خپل دولت ته اجازه وركړي او  پر افغانستان لښكر كشي وكړي؛ نو له همدې امله يې خپلې سوداګريزې ودانۍ د الوتكو په وسيله ونړولې چې په ترڅ كې يې تقريباً 3000 وګړي هم ووژل شول او د وخت حكومت يې د دغه كار پړه پر القاعدې ډلې واچوله، د دې پېښې په تر سره كولو سره د مسلمانانو ژوند په نړيواله سطحه له ستونزو سره مخ شو، په نړيواله سطحه كفري استعمارګرې لښكرې راوپارېدلې، ټوني بليير  د خپلو خاطراتو په كتابګوټي كې ليكي: د سپتمبر د يوولسمې بريدونه د بشريت د تاريخ تر ټولو ناوړه تروريستي بريدونه وو، د دې بريدونو په تر سره كولو سره امريكا يوازې نه وه؛ بلكې موږ يې تر شا ولاړ وو، موږ د تروريستانو د چلينجونو حجم څاره او ځانونه مو له پخوا د مقابلې لپاره چمتو كړي وو، د ټوني له دې خبرو داسې هم جوتېږي چې د سپتمبر د يوولسمې بريدونه يو پلان شده او سازمان شوى كار و؛ همدارنګه په هغه وخت كې د القدس العربي مشر عبدالباري عطوان هم دغه پېښه د امريكا د بهرني سياست غبرګون ښودلې وه او د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن هم په لومړيو كې د دې پېښې نه ناخبرې څه چې دغه پېښه يې د امريكا ولس ته ستر زيان بللې وه او په سختو ټكو يې غندلې وه، خو دې ډول غندلو هېڅ ځاى ونه نيوه او بالاخره دغه تور داغ د مسلمانانو په سپينو جامو ولګېد، دې پېښې لكه څرنګه چې مخكې يادونه وشوه له ځانه سره ويرونه، غمونه، زجرونه او د يو جنوني او ليوني چاپيريال رامنځته كېدلو ناورينونه درلودل، ځينې خلكو به ورته په ناخبرۍ كې د خوښۍ څڼې غورځولي وي او دغه كړنه به يې د امريكا د شكست او ماتې په معنا تعبير كړې وه؛ خو هغه ماتمونه او ويرونو چې د دې پېښې نه پيل شوي لا تر اوسه پورې روان دي نه هېرېدونكي دي، دې پېښې له ځانه سره ډېر د وينو تويولو، وحشت، تاړاكونو، ويرونو او برباديو پيغامونه درلودل. چې دا دى لا تر اوسه پورې يې ټغره نه ده ټوله شوې.

د سپتمبر له پېښې ديارلس كاله تېرېږي؛ خو لا تر اوسه د امريكا  د كسات شومې مراندې نه دي سستې شوي؛ بلكې لا پسې مضبوطيږي، امريكا دلته د تروريزم د ځپلو په بهانه له نړيوال قوت سره راغله په دې ديارلس كاله كې يې هغه نادودې تر سره كړې چې د دوى خپل انسانيت تر سوال لاندې راولي، له تروريزم سره د تړاو په تور يې د زانګو ماشومان په شهادت ورسول، حيوانات يې ووژل، كورونه يې ونړول، خلك يې كډه كولو ته مجبور كړل، د وحشت توپانونو يې هر څه لولپه كړل، ډېر كورونه يې د وير او غم په ټغره كينول، ډېر يې د جنون او ليونتوب په ځنځرونو وتړل، ډېر بې ګناه او معصوم افغانان يې د تورو زندانو شا ته واچول، دې ليونيو څپو په نړۍ كې انسانيت او بشريت هم تر سوال لاندې راوست،  نړيوال قوت په ځانګړې توګه امريكا په افغانستان كې هغه كرغيړنې كړنې تر سره كړې چې انسانيت پرې شرمېږي د دې پر ځاى چې په نړۍ كې يې د امن فضا حاكمه كړې وه په لوى لاس يې نه يوازې دا چې د افغانستان سياسي چاپيريال له كړكيچ او ناورين سره مخ كړ؛ بلكې په نړيواله سطحه يې د شيطانت او رذالت ريښې وغزولې،  د عراق، اوكراين، سوريې، تونس، ليبيا، پاكستان او مصر حكومتونه او ولسونه ته يې هم ساعتونه په ټايم برابر كړي وو او له همغه ټايم سره ورته يې د خطر زنګ پيل كړل، په عراق كې يې داسې بوينې كړنې تر سره كړې چې ټوله نړۍ يې اوس له خوړاكسو نه سر ټكوي، په اوكراين كې يې په لوي لاس لاسوهنې پيل كړې او بالاخره يې اوكراين د تجزيې پر پوله وداروه، سوريه او تونس همدارنګه درواخله، په ليبيا كې يې هم قتل عام وكړ، د تېلو په ذخايرو يې خيټه واچوله او د خپلې خوښې يو لاسپوڅى حكومت يې جوړ كړ، په مصر كې يې د ډاكتر مرسي حكومت د يوه فرعون صفته انسان السيسي په واسطه ونړاوه، اخوان المسلمين چې په كلونو كلونو يې د تن وينې د اسلام او دين لپاره نذرانه كړې او بالاخره د خپلو مبارزو او هڅو په نتيجه كې 80 كاله وروسته خپل هدف ته ورسېدل، د خلكو په خوښه او د خلكو په رايه يې يو اسلامي حكومت جوړ كړي هم له يوه كاله  زيات دوام ته پرېنښودل شو او بالاخره يې د هغه مستبده امريكايي پلوه شخص جنرال السيسي له خوا پرې كودتاه وشوه او حكومت يې له منځه يوړل شو، همدارنګه يې په پاكستان كې هم خلك په سره اور كې كباب كړل، په پښتون ميشتو سيمو كې يې سور اور بل كړى، د سوات ګلان يې د بمونو خوراك كړل، د باجوړ، كرمه ايجنسۍ، خيبر ايجنسۍ او وزيرستان درنې تور سرې يې بې آبه له كورونو بې كوره كړ، د وحشي صفته پاكستاني پوځونو له خوا پرې ډول ډول ظلمونه روان دي، ډېره د افسوس خبره خو دا ده چې دوى هم هېڅ صرفه نه ده كړې، چې وسه يې رسېدلى بس د پښتنو كورونه يې وران كړي دي، چې وس يې رسيدلى مظلوم مسلمانان يې ازار او اذيت كړي دي، چې وس يې رسېدلى د انسانانو په وينو يې سوداګري كړې ده، د پاكستان حكومت او پوځ هم له هېڅ نه دريغه نه ده كړې، په افغانستان كې يې هم د لاسوهنو لړۍ له پخوا ډېر روڼوالى پيدا كړى،  برالا افغانان وژني، برالا د ورځې په لسګونو راكټونه د افغانستان په خاوره راتوغوي، له څو كالو راهيسې د كونړ او نورستان ولايتونه د دوي د راكټونو تر بارانونو لاندې دي، چې د ډېريو معصومو ماشومانو او ښځو ژوند يې واخيسته او  د مرګ كندې ته ګوزار كړل.

عجيبه خو دا ده چې د بشر د حقونو كاذب ډنډورچيان لا تر اوسه پورې د مظلومو افغانانو په وينو زبيښلو لګيا دي او په دې نامه ډالري امتيازات اخلي، د بشر د حقونو دغه ډنډورچيان هر څه په خپلو برندو سترګو ويني خو پر خولو يې مهرونه لګيدلي، له يوه طرفه د امريكا او ناټو د سرچپه ميچنو لاندې يو، له بله طرفه د مغرضو او مجنونو ګاونډيانو د كرغيړنو كړنو او ناتار لاندې يو او له بله پلوه بيا هغه د كاذبې ټولنې (د بشر د حقونو نړيواله مدافع ټولنه) د ترحم سيوري ته ناست يو چې پر وينو او سرونو مو د نړۍ له ابر قدرتونو سره سوداوې كوي او په منظمه توګه ورسره د دې مظلوم ولس په ځپلو كې كار كوي،  د بشر د حقونو نړيوالې ټولنې هم په دواړو لاسونو ورته د بوجيو خولې نيولي او امريكا درګرده د پښتنو د دستار سړي وژني او سرونه يې په هغو بوجيو كې وراچوي چې د بشر د حقونو نړيوالې ټولنې ورسره نيولي دي؛ نو اوس به دا ولس چا ته وژاړي، چا ته به د فرياد اوښكې تويې كړي او له چا نه به د مرستې غوښتنه كړې؟

صياد په بې رحمۍ كړل رانه دواړه وزر غوڅ
ظالم مې هم وهي هم مې ژړا ته نه پرېږدي

په هر صورت  د سپتمبر د يوولسمې پيښې لامله په ټوله نړۍ كې پر مسلمانانو د ژوند چاپيريال راتنګ كړاى شو، له دې پېښې را وروسته امريكا ځينو هېوادونو ته د تور وحشت دامونه كېښودل، د سيمه ييزو څارګرو ادارو غړي يې هم له ځان سره مل كړل او بالاخره يې د شطرنج لوبه پيل كړه، امريكا په خپل سر كې په هېواد كې پر مظلوم ولس داسې ويرجنه فضا راوستله، تا به ويل چې ګوندې قيامت شو، له راتګ سره سم د ماتمونو او غمونو لړۍ شروع كړه، خلك يې شهيدان كړل، له معصومو ماشومانو يې په زانګوګانو كې د ژوند خواږه واخستل، د عامو خلكو كورونه، فصلونه او شتمنۍ يې لوټ كړې د بېلګې په توګه د كندز د چهار درې ولسوالۍ د ځدرانو او عيسى خيلو كليو كې پر عامو وګړو بمبار وكړ او په ترڅ كې يې له 150 زيات كسان شهيدان كړل، همدارنګه د هرات د ګذره كلي، د فراه د بالابلوك ولسوالۍ د ګنج آباد كلي، د هلمند د نادعلي ولسوالۍ، د كونړ په ده بالاكي او شيګل كې، د هرات په غازى آباد كې، د شينډنډ په عزيز آباد كې، د لغمان د نورلام درې په سيمه كې، د لوګر په سجاون، څرخ او محمداغه كې، د كندهار په  پنجوايي او ارغنداب كې، د ننګرهار په خوګياڼو او حصارك كې، د كاپيسا په اله ساى والسوالۍ كې، د ارزګان په كاكارك كلي كې، د پروان په سياه ګرد او د كابل په موسهي او خاكجبار ولسواليو كې، د پكتيا په آسمان څكي كلي كې، د ميدان وردګو په چك، سيد آباد، نرخ او جغتو كې داسې قاتل عامونه وكړل چې تاريخ به يې هم هېڅكله هېر نه شي كړاى، د رولينك سټون مجلې هغه بوږنوونكي انځورونه به هېڅكله هم د خلكو له اذهانو ونه وځي چې يو امريكايي عسكر د يوه افغان پر جسد لوبې كوي او يا هم هغه انځورونه چې د بهرنيو عسكرو له خوا د افغانانو پر جسدونو تشې بولې كېږي، د دوى له دا ډول كړنو څخه دا جوتېږي چې دوى هېڅ انسانيت نه لري او وحشي ځنګلي خويه انسانان دي، دوى د تمدن په جامه كې د وحشتونو پر لاره روان دي، دوى هېڅكله انسانيت په معنا نه پيژني؛  بلكې په حرفو يې پيژني.

اوس خو هر څه سره بربنډ شول، د امريكا شومې موخې هم معلومې شوې، د نړيوالې ټولنې موخې هم معلومې شوې، د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنو لړۍ هم بربنډه شوه، اوس خو بايد دا ليونۍ او ړنده جګړه پاى ومومي، د دې زغمل خو اوس افغان ولس ته ډېر سخت دي، ولې د سپتمبر د يوولسمې پېښې په بدل كې د مظلومو افغانانو وينې توييږي؟ د روان نړيوال طاعون څادر دې نور د افغان له ټغره ټول كړاى شي، دغه ناترسه بريدونه دې ودرول شي، د مرګونو او ماتمونو لړۍ دې ختمه كړاى شي،  كه امريكا غواړي خپلې پښې د ژورې كندې نه په خير سره راوباسي او يا هم غواړي چې د افغانانو دغه غميزه ورته د زوال پيلامه نشي نو بايد ژر تر ژره خپل سياست ته بدلون وكړي، د قومونو او ولسونو تر منځ دې د نفاق او شقاق تخمونه نه شيندي، مړو اورونو ته دې ببوځي نه وهي، دا ملت لا مړ نه دى، دې ملت كې اوس هم د احمد شاه، اكبر خان او ميرويس خان د وينو سوخي معلومېږي، نه شي چې يو ځل بيا پرې تېر شوي تاريخونه را تازه شي او همدلته يې د شكست او زوال ځغلنده اسونه زين شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x