شمالي ټلوالې مشرانو له مجددي بخښنه وغوښته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۰مه ۱۳۹۳ل): عبدالله عبدالله، یونس قانوني او د بسم الله محمدي په شمول یو پلاوي د حضرت صبغت الله مجددي څخه د لویې جرګې خیمې د پېښې په اړه بخښنه وغوښته.

دوه ورځې وړاندې د «شهید اوونۍ»  او د جمعیت اسلامي ګوند د قومندان احمدشاه مسعود د وژنې په مناسبت غونډه دایره شوې وه. په دغه غونډه کې مجددي خبرو ته وغوښتل شو خو د غونډې ګډونوالو شور جوړ کړ او  نوموړی یې خبرو ته پرې نښودلو.

په دغه غونډه کې د ولسمشر کرزي په شمول، د شمالي ټلوالې مشران او پلویان راټول شوي وو.

مجددي په دغه غونډه کې څو وار له خلکو وغوښتل چې ارام شي او خبرو ته یې پرېږدی خو ګډونوالو شور ماشور جوړ کړ او نوموړی يې خبرو ته پرې نه ښودلو.

مجددي په خپلو لنډو خبرو کې وویل چې « کومې مرستې ده له پنجشیر سره کړي، بل هیڅ رهبر نه دي کړي».

نوموړي ددې خبرو په ویلو سره چې «که زه په سمه وه، خدای دې ماته اجر راکړي او که تاسو په غلطه وئ، خدای دې سزا درکړي» غونډه پرې ښودله.

دا په داسې حال کې چې صبغت الله مجددي په ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ او هغه مهال يې ویلي وه چې ده استخاره کړې او دې پایلې ته رسېدلی چې عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ لپاره مناسب نه دی.

که څه هم مجددي او احمدضیاء مسعود وايي چې د نوموړي سپکاوی پلان شوی و خو قانوني دا ردوي او وايي چې دا دوی د توقع خلاف و.

د ولسمشر کرزي مرستیال یونس قانوني زیاته کړه چې د لويې جرګې د تالار شاته داسې اوازې خپرې شوې وې چې مجددي غواړي یو نوماند بریالی اعلان کړي او له همدې امله یو شمېر ځوانانو د نوموړي په خبرو کې شور ما شور جوړ کړ.

قانوني وویل چې زیات شمېر داسې مراسم په افغانستان او په نورو هېوادونو کې جوړ  شوي اوحتی د  ولسمشر  استقبال په بوټانو شوی.

د قانوني تر خبرو وروسته صبغت الله مجددي وویل چې دده ګیله یواځې یو شی دی، چې ولې دا ډول «لوچکانو» ته په دغه ډول مراسمو کې اجازه ورکړل شی، دغه کسانو ته چې مراسم یې ګډوډ کړي، باید جزا ورکړل شي.

مجددي وویل چې ده ته داسې راپورونه ورکړل شوي چې د لویې جرګې د خیمې دننه دده سپکاوی پلان شوی و.

مجددي ددغه کس نوم څرګند  نه کړ، خو ویې ویل چې بخښلی يې دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د