افغانستان

احمدولي مسعود: ټاکنو کې ګټونکی او بایلونکی نشته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۰مه ۱۳۹۳ل): احمدولي مسعود د وروستیو ټاکنیزو شخړو، د عبدالله لخوا د پایلو نه منلو او د بلخ د والي عطامحمد نور  لخوا  په زور د حکومت نېولو ګواښونو په اړه ویلي چې په ټاکنو کې ګټونکی او بایلونکی نشته او دواړه نوماندان دي سیالي په همکارۍ تبدیله کړي.

د جمعیت اسلامي د قومندان احمدشاه مسعود مشر ورور نن /پنجشنبه، وږي ۲۰مه/  نن یوې غونډې ته چې د «شهید اوونۍ» په مناسبت رابلل شوې، په وینا کې وویل چې له تېرو څو میاشتو راهیسې افغانستان د بحران پر لور روان دی او خلک روانو ټاکنو بې باوره کړي دي.

نوموړي له نوماندانو وپوښتل چې «ګټل څه دي؟ څه  غواړئ چې له دې ځایه یې یوسې؟ په دې هېواد کې څه پاتي دي چې وړل يې غواړئ؟»

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې «د افغانستان خلکو په خاطر لږ فکر وکړئ او د خلکو ملګري شئ، د امتیاز غوښتنه مه کوئ او لاس په لاس کې ورکړئ.»

ولي مسعود د جان کیري راتګ او د نورو بهرنیانو لخوا د افغانستان سیاسي کړکېچ هواري کې په هلو ځلو  پ نیوکه وکړله او دا یې شرم وګڼلو.

«دا ډير د شرم ځای دی چې بهرنیان زموږ سیاسي مشکلات حل کوي».

درې ورځ وړاندې د ولمسشریزو ټاکنو نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله په یوې خبري ناسته کې وویل چې په ټاکنو کې پراخه درغلۍ شوي او د ټاکنو پایلې دوی ته د منلو نه دي.

ولسمشریزو ټاکنو لومړی پړاو د وري په ۱۶مه او دوهم د غبرګولي په ۲۴مه ترسره شو، خو د څو میاشتو په تېریدو سره سره هم وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

افغانان چې له پخوا په ټاکنو باوري نه و او دا یې  «امریکايي پروسه» بلله وروستیو ورستیو ټاکنیزو شخړو یې باور لا نور هم زیات کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x